د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

ترکیه: لسګونه زره کسان اروپايي هېوادونو ته اوښتي


له ترکیې یونان ته روان یو شمېر کډوال.
له ترکیې یونان ته روان یو شمېر کډوال.

وروسته له هغې چې د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې د اروپا دروازې د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو پر مخ پرانیزي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې په لسګونه زره دغه کډوال‌یې پرېښي چې له خپلو پولو یې واوړي او د اروپایي ټولنې د غړو خاورې ته ننوځي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د هغو غیر قانوني کډوالو شمېر چې د ده په وینا د ترکیې له پولو اوښتي او د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو خاورې ته ننوتي له ۷۶ زره تنو زیات وښود.

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل چې دغه کډوال د ترکیې د ایډین ولایت له پولو یونان او بلغاریا ته اوښتي دي.

بلغاریایي چارواکو تر اوسه نه‌ده تأیید کړې چې ګوندې یو شمېر کډوال دې په وروستیو څو ساعتونو کې د دې هېواد خاورې ته داخل شوي وي.

بلغاریا له ترکیې سره ۲۵۹ کیلومتره اوږده پوله لري چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یې امنیت لا پیاوړی کړی دی.

د بلغاریا دفاع وزارت وضعیت نن ارام وښود او ویې‌ویل چې ۱۱۰۰ نور سرتېري تیار دي چې د اړتیا په صورت کې یې د پولې د امنیت د لاټینګښت لپاره وګماري.

د یونان چارواکو چې د خپلې پولې د لا ټینګېدو ژمنه‌یې کړې، ویلي چې شااوخوا ۱۰ زره غیر قانوني کډوال چې هڅه‌یې کوله خاورې ته‌یې ننوځي، په شا تمبولي دي.

د اروپایي ټولنې د پولو د چارو ادارې فرونتیکس وویل چې لوړ احضارات‌یې نیولي او یونان ته به نورې مرستې واستوي.

د دې ادارې یوې ویاندې فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې یونان ورڅخه د اضافي مرستو غوښتنه کړې او دوی هم دې هېواد ته نور تخنیکي تجهیزات او اضافي مأمورین استولي دي.

رامنځته شوی وضعیت د اروپايي ټولنې مشرانو هم د اندېښنې وړ بللی.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین وویل، د اروپایي ټولنې د بهرنیو پولو وضعیت د اندېښنې وړ دی او لومړیتوب‌یې دا دی چې دا مسئله یقیني کړي چې یونان او بلغاریا د دې ټولنې کافي ملاتړ ولري.

د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فن دیر لاین
د اروپایي کمېسیون مشره اورزولا فن دیر لاین

د اروپایي ټولنې د کډوالۍ د چارو کمېشنر په یوه ټویټ کې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو له وزیرانو غوښتنه کړې چې بېړنۍ غونډه وکړي.

په پام کې ده چې دغه غونډه سبا وشي.

دغه وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون شنبه اعلان وکړ چې د اروپا دروازې د غیر قانوني کډوالو او پناه غوښتونکو پر مخ پرانیزي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د اردوغان دغه اقدام ته چې پرېږدي غیر قانوني کډوال‌یې پر پولو واوړي، اروپایي ټولنې ته د انقرې له‌خوا د یوه ګواښ په توګه هم کتل کېږي.

ترکیې چې په خپله خاوره کې یې د سوریې د جګړې له درې میلیونو زیاتو کډوالو ته له نږدې یوې لسیزې راهیسې ځای ورکړی، له ۲۰۱۶ میلادي کال مخکې هم خپلې پولې د کډوالو پر مخ چې اروپایي هېوادونو ته‌یې د تلو نیت درلود، پرانیستې وې چې دې مسئلې اکثره اروپایي هېوادونه له ستر بحران سره مخامخ کړي و.

په ۲۰۱۶ میلادي کال د انقرې او اروپایي ټولنې ترمنځ یوه هوکړه وشوه چې له مخې یې د ترکیې له‌خوا د کډوالو د مخنیوي په بدل کې دې هېواد ته میلیاردونه ایرو مرسته ورکول کېده.

خو د ترکیې ولسمشر پرون پر اروپایي ټولنې تور پورې کړ چې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.

XS
SM
MD
LG