د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

اروپايي هېوادونو ته د تلونکو کډوالو په اړه د ترکیې له دریځ د بلغاریا ملاتړ


(ښی-کین) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف.
(ښی-کین) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف.

د بلغاریا صدراعظم د ترکیې د ولسمشر هغې وینا ملاتړ وکړ چې وایي اروپایي ټولنې له دې هېواد سره د میلیونونو کډوالو لپاره د ژوند د اسانتیاوو په برابرولو کې د مالي مرستو ژمنې نه‌دي پوره کړي.

د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ملاتړ دغه څرګندونې پرون په انقره کې له اردوغان سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه اروپایي ټولنه تورنه کړه چې د کډوالو په اړه د ۲۰۱۶ کال موافقه‌یې له‌منځه وړې ده.

د شوې موافقې له مخې اروپایي ټولنې له ترکیې سره د شپږ میلیارده او ۶۸۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې وه چې په بدل کې یې هم ترکیې ژمنه کړې وه چې اروپایي هېوادونو ته به د کډوالو د تلو مخه ونیسي.

(ښی-کین) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د خبري کنفرانس پر مهال.
(ښی-کین) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د خبري کنفرانس پر مهال.

د بلغاریا صدراعظم بوریسوف وویل، دی نه‌پوهېږي چې ولې اروپایي ټولنې ترکیې ته دغه مرستې نه‌دي ورکړي.

دواړو مشرانو په دې کتنه کې د کډوالو پر نوې څپې چې ترکیې یې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو ته د ننوتو اجازه ورکړې، خبرې وکړې.

بلغاریا چې د اروپایي ټولنې غړې ده او له ترکیې سره څه کم ۳۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، د دې ټولنې د بهرنیو پولو په پر سر پرته ده.

له تېرو څو ورځو راهیسې چې د ترکیې ولسمشر اعلان کړی چې نور اروپایي هېوادونو ته د کډوالو د تلو مخه نه‌نیسي، له ترکیې سره د دې هېواد په پوله د بلغاریا پوله ساتونکو تدابیر زیات کړي دي. د راپورونو له مخې په زرګونه کډوالو ځان تر دې پولې پورې رسولی دی.

د یونان پولې ته نږدې راټول شوي کډوال
د یونان پولې ته نږدې راټول شوي کډوال

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې اړه چې ولې یې د خپل هېواد پولې د زرګونه کډوالو پر مخ پرانیستي ویلي چې اروپایي ټولنې د شاوخوا څلور میلیونه سوري کډوالو لپاره د سرپناه په برابرولو کې ورسره د ۶ میلیارده ایرو کړې ژمنه نه‌ده پر ځای کړې او دغه پیسې یې نه‌دي ورکړي.

اردوغان وویل، هېواد یې څه باندې ۴۰ میلیارده ایرو د کډوالو پر چارو لګولي او زیاته‌یې کړه اروپایي ټولنه چې تر اوسه‌یې دغه پیسې نه‌دي ورکړي اوس وایي چې د کډوالو لپاره به یو میلیارد ایرو ځانګړې کړي.

اردوغان اروپایي ټولنه په دروغ ویلو تورنه کړه او ویې‌ویل موږ نور دغه پیسې نه‌غواړو، دا پیسې به موږ پیدا کړو.

اروپایي کمېسیون ټینګار کوي چې ټولې دغه پیسې یې د کډوالو لپاره د مرستې له سازمانونو سره کړي، خو مستقیماً یې د ترکیې دولت ته نه‌دي ورکړي.

اروپایي ټولنې دغه‌راز تیاری ښودلی چې په راتلونکو کلونو کې به نور میلیاردونو ایرو د کډوالو پر چارو ولګوي او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې جرمني به په سوریه کې د ترکیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د کډوالو لپاره د اوسېدو ځایونه جوړ کړي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل.
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل.

ترکي چارواکو پرون داسې معلومات خپاره کړل چې ښیي ۱۸ زره کډوال‌یې له پولو اوښتي او اروپایي ټولنې ته داخل شوي دي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان وویل چې شااوخوا یو نیم میلیونه کسان د سوریې په ادلب کې له خپلو کورونو تښتېدلي او د ترکیې له پولې سره نږدې یې اړولي دي.

هغه وویل په خواشینۍ سره د اروپایي ټولنې هېوادونه دا نه‌شي درک کولای چې ترکیې په تېرو نهو کلونو کې څومره دروند بار ته اوږه ورکړې ده.

د جرمني صدراعظمې وویل، د ترکیې دغه اقدام د نه‌منلو دی او د اروپایي ټولنې د مهاجرت د چارو کمېشنیر مارګاریتیس شیناس وویل، هېڅوک باید اروپایي ټولنه بدنامه نه‌کړي او ترې باج وانه‌خلي.

د یونان پولې ته نږدې بند پاتې شوي کډوال.
د یونان پولې ته نږدې بند پاتې شوي کډوال.

د اردوغان دفتر دغه‌راز پرون وویل، اردوغان له مېرکل سره پر ټیلیفون خبرې وکړې او ورته‌یې وویل چې د کډوالو د ستونزو په برخه کې اروپا باید د دې بار عادلانه مسؤلیت واخلي.

هغه خبرداری ورکړ چې ډېر کډوال او پناه غوښتونکي به اروپا ته مخه کړي چې ډېری یې د افغانستان، سوریې او عراق اتباع دي.

اردوغان وویل، د دغو کډوالو څپه چې هغه‌یې شمېر میلیونونه یاد کړل، نږدې ده.

XS
SM
MD
LG