د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په سوریه کې د مسکو او انقرې پوځي تقابل ته اندېښنې


په سوریه کې ترکي ځواکونه د عملیاتو پر مهال.
په سوریه کې ترکي ځواکونه د عملیاتو پر مهال.

په سوریه کې د انقرې او مسکو د ترینګلتیا له زیاتېدو سره هم‌مهاله، روسي چارواکو تأیید کړې چې د روسیې او ترکیې ولسمشران به بل سبا په همدې موضوع خبرې وکړي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف ویلي چې رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوتین به د مارچ په پنځمه په مسکو کې سره وګوري.

داسې اندېښنې شته چې د سوریې په ادلب کې د روسیې او ترکیې رامنځته شوې لانجه ممکن، د دغو هېوادونو ترمنځ د مخامخ جګړې لامل شي.

د روسیې دولتي رسنۍ او کرملېن پلوه کارپوهان، ترکیه ګرمه بولي او وایي، ترکي ځواکونه په ناقانونه توګه سوریې ته دننه شوي او هلته د حکومتي ځواکونو پر ضد عملیات کوي.

د سوریې په ادلب کې د روسیې او ترکیې لانجه وروسته له هغې جدي شوه چې په ظاهره د سوریې ځواکونو په هوایي عملیاتو کې چې روسیه‌یې ملاتړ کوي یوه اوونۍ وړاندې ۳۳ ترکي سرتېري ووژل شول.

رجب طیب اردوغان و ولادیمیر پوتین روسای جمهوری ترکیه و روسیه
رجب طیب اردوغان و ولادیمیر پوتین روسای جمهوری ترکیه و روسیه

د ترکي سرتېرو د وژلو په غچ کې د انقرې بې‌پیلوټه الوتکو درې ورځې وړاندې ۱۹ سوري سرتېري ووژل او د سوریې دوه جنګي الوتکې یې راوغورځولې.

په روسیه کې د کرملېن پلوه ټلوېزیون یوه ویاند ولادیمیر سولاویوف خپلو مینه‌والو ته د همدې موضوع په اړه یوه وینا کې ویلي، د بشارالاسد هغه مخالف وسله‌وال چې ترکیه‌یې ملاتړ کوي، "ترهګر" دي.

سولاویوف ویلي، ترکي سرتېري باید سوریه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نه‌وی تللي، هغه ځای کې چې سوریه د روسیې په ملاتړ د مخالفانو په وړاندې عملیات کوي.

ده ویلي، په سوریه کې د ترکي ځواکونو هېڅ هرکلی نه‌کېږي.

د مارچ په لومړۍ نېټه بیا د ترکیې دفاع وزیر وویل، د سوریې په ادلب ولایت کې یې د حکومتي ځواکونو په وړاندې چې روسیه‌یې ملاتړ کوي، عملیات په بریا سره روان دي.

د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار که څه هم ویلي، "هېڅ لېوالتیا او نیت" نه‌لري چې له روسیې سره شخړه وکړي، خو له دې خبرو څو ساعته وروسته ترکیې د سوریې دوه جنګي الوتکې نسکورې کړې.

ترکیې له دې وړاندې ویلي، د سوریې په شمال کې یې د روانو پوځي عملیاتو هدف دا دی چې یوه خوندي سیمه رامنځته کړي او د سوریې بې‌ځایه شوي کډوال په‌کې ځای په ځای شي.

په سوریه کې د ترکي ځواکونو حملې.
په سوریه کې د ترکي ځواکونو حملې.

د سوریې د کډوالو شاوخوا درې میلیونه اوس په ترکیه کې مېشت دي.

د دغو دوو سیمه‌ییزو قدرتونو ترکیې او روسیې د مخامخ جګړې اندېښنې داسې مهال پورته کېږي چې پخوا دغو دواړو هېوادونو د تقابل مخنیوی کړی دی.

کله چې ترکیې د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د روسیې یوه جنګي الوتکه رانسکوره کړه، اردوغان او پوتین ژر د شخړې د زیاتېدو مخنیوی وکړ.

دا هغه پېښه وه چې پوتین "په شا ګوزار" بللی و او د روسیې په دولتي رسنیو کې د ترکیې ضد بحثونه راوپارول.

اوس روسي کارپوهان وایي، په سوریه کې د ترکي ځواکونو حضور ناقانونه دی، حال دا چې د دوی په ټکو روسیې په سوریه کې د هغه ځای د مشروع حکومت په غوښتنه مداخله کړې ده.

دغه کارپوهان او روسي رسنۍ وایي، ترکیې په خپل سر په سوریه کې ناسنجول شوې مداخله کړې او هېڅ‌چا له ترکیې نه‌و غوښتي چې سوریې کې خپل ځواکونه ځای په ځای کړي.

سوریې ته رسېدلي ترکي ځواکونه.
سوریې ته رسېدلي ترکي ځواکونه.

د مارچ په دوهمه، وروسته له دې چې ترکیې د سوریې دوه جنګي الوتکې رانسکورې کړې، د روسیې د دفاع وزارت ګواښ وکړ چې له دې وروسته د هغو ترکي الوتکو د خوندیتوب ضمانت نه‌شته چې د سوریې پر فضا الوتنې کوي.

په ظاهره د همدې لانجو د مخنیوي لپاره ټاکل شوې د مارچ په پنځمه د روسیې او ترکیې ولسمشران په مسکو کې سره وګوري.

سم له لاسه معلومه نه‌ده چې د دغو مشرانو لیده کاته به د مسکو او انقرې اوسنۍ شخړه هواره کړي او که نه.

XS
SM
MD
LG