ایف‌اې‌او: د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۸۰زره څاروي مړه شوي

ارشیف: په افغانستان کې د څارویو د پلور او پېر یو بازار

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره یا "ایف‌اې‌او" وايي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله ۲۸۰زره څاروي مړه شوي دي.

"ایف‌اې‌او" وايي، د روان کال د فبرورۍ له پای او د مارچ له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سړې هوا له امله څه باندې ۲۸۰زره څاروي مړه شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوى، زیاتوي چې د فبرورۍ په ٢۵مه د تودوخې تر ټولو ټيټه درجه منفي ۲۱ سانتي ګراد وه چې د يخنۍ دغه څپه له يوې سيمې څخه بلې ته خوره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د راپور له مخې، د سړې هوا له امله د بدخشان، بامیان، دایکندي، غور، نورستان، پنجشېر، پروان او سمنګان ولایتونو ته تر ټولو زیات زيان اوښتى دی.

د راپور موندنې ښيي چې د ۲۰۲۴ کال په فبروری میاشت کې د تودخې ټيټه درجه، چې د ۲۰۲۳ کال کې د سړې څپې په پرتله چې تر ټولو ټیټه درجه یې منفي ۳۵ وه ډېره سړه شوې ده.

خو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې مالداران وايي چې د څارويو د مړه کېدو له امله يې ډېر مالي زيانونه ليدلي او اوس د پاتې هغو د درملنې او ساتنې لپاره د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخ دي.

ارشیف: په غزني کې د څارویو رمه

د فارياب ولايت اوسېدونکى محمد ايوب وايي: "په سلګونه مالونه مو له منځ تللي او نږدې لس زره مالي تاوان مو کړى. د يخنۍ او سېلابونو له امله هیڅوک زمونږ غم نخوري. مونږ وري لرل، پېر او پلور مې کاوه او خپل او د خپلو ماشومانو ژوند مې روان ساتللی و."

غور مېشتي عبدالمنصور هم په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "زمونږ دوه، درې څاروي مړه شول او دوه درې نور يې ناروغه شول، سل زره افغانۍ زيان مو وليد، خپله مال تلف شو. يو زيان د څارويو له پشم او لبنياتو مو استفاده کوله بل ضرر او له پچو او خوشیو به مو د سون توکو په توګه استفاده کوله، دا ټول زموږ لپاره زيان دى."

عبیدالله بیا چې په پروان ولایت کې په مالدارۍ بوخت دی، ازادي راډیو ته يې وویل چې د څارويو د له منځه تللو او وراوښتو مالي زيانونو تر څنګ، څارويو ته د روغتيايي، خوراکي او نورو امکاناتو نشوالى هغه ستونزې دي چې نوموړى ورسره مخ دى.

عبيدالله وايي: "يخ وهلي وو، په مخکينۍ واوره کې ٨٠ څاروي له منځه ولاړل او يو څو نور هم په وروستيو واورو کې مړه شول ستونزه همدا ده چې حيواني خواړه نه لري او درمل او پیچکارۍ ته هم لاسرسى نه لري."

د سړې هوا تر څنګ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګر او مالداران د وچکالۍ او خپلو کښت او څارویو ته د اوبو له کمښت هم سر ټکوي.

تر دې مخکې د سختو واورو او بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله د کورونو د ويجاړېدو ترڅنګ سلګونه څاروي له مړه شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او دغه شان مواصلاتي لارې هم بندې شوې دي.