د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


یوه سېلاب ځپلې سیمه - ننګرهار
یوه سېلاب ځپلې سیمه - ننګرهار

د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت د لعل‌پورې او مومند درې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالیو کې په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو له امله په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، لسګونه کورونه ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له‌منځه تللي دي.

د لعل‌پورې ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر رومان نادر ازادي راډیو ته وویل:

"د سربند او مرکزي لعل‌پورې قریو کې لږ تر لږه ۶۰ کورونه ویجاړ شوي. د چکنور، رحمتي او ملاخېلو قریو کې نږدې ۱۰۰ څاروي اوبو وړي. نږدې په ۲۰۰ جریبه ځمکه د هندواڼو فصل او په نږدې ۲۵۰ جریبه ځمکه د غنمو فصلونه تخریب شوي دي. "

ښاغلی نادر وايي، سېلاب ځپلو سره تر اوسه کومه مرسته نه‌ده شوې او اړینه ده چې هر څه ژر یې لاس‌نیوی وشي.

په ورته وخت کې په لعل پورې ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت یو امنیتي چارواکي هم ازادي راډیو ته د نوم نه‌ښودو په شرط دا ارقام تایید کړل، خو دا یې هم وویل چې چا ته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

خو په لعل پوره ولسوالۍ کې یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، په چکنور سیمه کې پرونیو سېلابونو درې تنه وړي چې لا یې برخلیک معلوم نه‌دی.

په ورته وخت کې په سیمه کې یو خبریال کامران سمسور ازادي راډیو ته وویل، په مومند درې ولسوالۍ کې د پرونیو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي، لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له‌‌منځه تللې.

یوه سېلاب ځپلې سیمه
یوه سېلاب ځپلې سیمه

نوموړي دا هم وویل چې همدا نن په سیمه د سیندونو د اوبو د زیاتېدو له امله یو کوچنۍ نجلۍ اوبو وړې ده.

"دا شپږ تنه پرون د مومندرې په لاندې باسول سیمه کې د دوو کورونو د چت را لوېدو له امله ټپیان شوي وو. درې تنه یې هملته تداوي شول، خو درې تنه یې بیا د ننګرهار مرکزي صحت عامې ته انتقال شول او لا هم هملته دي. "

دا په داسې حال کې چې پرون د طالبانو حکومت د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر صدیق‌الله قریشي رسنیو سره خبرو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د یوه تن مړینه تایید کړې وه.

بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د فاریاب ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې هم راوتلیو سېلابونو لږ تر لږه ۴۰۰ کورونه زیانمن کړي او د یوه پول ( پُل) د نړېدو ترڅنګ؛ یو دولتي ښوونځی هم ویجاړ شوی دی.

اوچا په خپل نوي راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی لیکلي، د افغانستان په شمال کې د مارچ له ۲۱مې تر ۲۷مې د اورښتونو له امله د ۷ تنو د مړینې خبر هم ورکړی دی.

اوچا زیاتوي، د مارچ په ۲۹مې او ۳۰مې نېټې په ټول افغانستان کې د اورښتونو او راوتلیو سېلابونو له امله له ۱۵۰۰ زیاته کرنیزه جریبه ځمکه تخریب شوې، ۵۴۰ زیات کورونه سخت زیانمن شوي او په ۷ ولایتونو کې د ۶ پلونو په ګډون ۴۵۰ کیلومټره سړک په ګډون نورې مهمې زېربناوې ویجاړې شوې دي.

دې ادارې پرون ناوخته خپل راپور کې لیکلي، تر ټولو زیات زیان په فاریاب، ننګرهار او دایکندي کې خلکو ته اوښتی دی.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو د دولت وزارت ویاند جانان سایق د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتې مرګ‌‌ژوبلې او مالي زیان په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې د غور – کابل لويه لار د واورې اورېدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG