امریکا د خپلو افغان همکارانو لپاره د "ایس‌آی‌وي" ۱۲زره نورې ویزې تایید کړې

ارشیف

امریکا خپلو افغان همکارانو ته د ایس‌آی‌وي د ١٢ زره نورو ویزو ورکړه تایید کړه.

په داسې حال کې چې تمه کېده د امريکا د متحده ایالاتو د کډوالۍ د ځانګړو ويزو يا ایس‌آى‌وي د پاتې, ٣٨زرو پنځه سوه ويزو د صادرولو پروسه به د روان کال د اګست په میاشت کې چې له افغانستانه د امريکا د متحده ایالاتو او د متحدینو د وتلو له درېمې کلیزې سره برابره ده پاى ته ورسوي، خو د امريکا متحده ایالاتو خپلو افغان همکارانو ته د د کډوالۍ د ١٢ زرو نورو ويزو ورکړه تاييد کړه.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره او د دغه هېواد د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکي په داسې حال کې پر دې موضوع هوکړې ته ورسېدل چې د ولسمشر بایډن ادارې د امریکا افغان همکارانو ته د ۲۰زرو نورو ایس‌آى‌وي ویزو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس او جمهوري غوښتونکی مایکل مک کال ویلي چې د نوي تړون له مخې به ١٢زرو نورو افغانانو ته د ایس‌آى‌وي ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس او جمهوري غوښتونکی مایکل مک کال

مک کال د دغې کمېټې په استماعیه غونډه کې د دغه تړون په سر د موافقت تر څنګ وویل چې دا به د بهرنیو چارو د وزارت د لايحې د بهرنیو عملیاتو د بودیجې قانون کې برخه وي.

جیسون کرو، د دیموکرات او د متحده ایالاتو د اردو د پخوانيو تجربه کاره سرتېرو استازى چې په افغانستان کې یې خدمت کړی او د استازو په جرګه کې د ایس‌آى‌وي د شمېر د زیاتوالي مشري کوي، رویټرز خبرې اژانس ته د ١٢ زرو نورو ویزو د ورکړې پخلى کړى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، دې خبري اژانس ته ويلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې شاوخوا ٨٠ زره افغانان د ایس‌آى‌وي ويزو د ورکړې په پروسه کې شامل شوي چې اوسمهال يې ٢٠ زره يې له افغانستانه بهر د مرکې او ازموينې په وروستي پړاو کې دي.

دا تړون په ۲۰۲۶ کال کې پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې د ایس‌آى‌وي د کېسونو يو شمېر درلودونکي ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل خراب امنیتي او اقتصادي وضعیت څخه کوي.

پروېز چې یو له دوی څخه دی وايي چې له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره سره لا هم په افغانستان کې پاتې دی او د ایس‌آى‌وي د دوسيو د څېړلو لړۍ ډېر وخت نیسي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دا واقعاً د اندېښنې وړ خبره ده، کله چې یو څوک له ناټو ځواکونو او یا له امریکايي ځواکونو سره ۴ کاله، ۵ کاله یا تر دې زیات کار کړی وي، کله چې دوى له دې هېواده ووځي، نو په طبیعي ډول د هغو چې دوى سره يې کار کړى ژوند له ګواښ سره مخ کېږي. په اوسني وضعیت کې موږ په خورا بد اقتصادي او امنیتي وضعیت کې یو ژوند کوو."

خو یو بل د ایس‌آى‌وي د دوسيې لرونکی چې په رواندا کې ژوند کوي افغان همکارانو ته د نورو زره ویزو د ورکړې موضوع هیله بخښونکې بولي.

هغه وايي: "دې ته په کتو چې په دې حساس وخت کې ډې ردو بدل خبرونه خپرېدل چې د ایس‌آى‌وي پروسه به ٨٠٠٠ ويزو په ورکړې سره پای ته ورسېږي، ډېره مایوسونکې وه، په مختلفو ګروپونو او هېوادونو کې ډېری ملګري د مرګ او ژوند تر پولې ناهيلې شوي وو مرګ او ژوند کې يې بايد يو ټاکلى و ځکه بېرته وطن ته د تګ لار نه لري. دا زېرى چې د اوس لپاره ورکړل شوې ډېره هیله بخښونکې ده."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي وو چې د ایس‌آى‌وي ویزو وېش به د روان کال تر پایه ودرول شي.

د طالبانو د بیا واک ته تر رسېدلو وروسته د ایس‌آى‌وي ي ډېری کېس لرونکي د خپلو دوسیو د پروسس لپاره د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته ورسېدل.

خو پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د پیل اعلان کړی دی.

تر دې مخکې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو چې امریکا ته يې د تګ دوسیې هم لرلې له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان ته د دوی د کډوالۍ لامل په افغانستان کې امنیتي ګواښونه بللي.