افغانستان
د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو لړۍ د سږني میلادي کال په پای کې ودریږي
ټاکل شوې د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو یا ( SIV ) لړۍ د همدې میلادي کال په پای کې ودریږي.
د امریکا کانګرس اته دیرش نیم زره هغو افغانانو ته چې له امریکایانو سره یې افغانستان کې کار کړی، دغه ویزې ځانګړې کړې وې.
رویټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، د ځانګړو شویو دغه شمېر ویزو له ډلې یوازې شاوخوا ۸ زره نورې پاته دي چې تر راتلونکې اګست، یا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو تر درېیمې کلیزې به ووېشل شي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانانو لپاره د شل زره نورو ځانګړو ویزو غوښتنه هم کړې، خو رویټرز لیکلي، داسې نه ښکاري چې کانګرس دې دغه غوښتنه ومني.
خبر کې راغلي، که امریکا د ځانګړو ویزو ورکړه ودروي، د امریکا لسګونه زره پخواني کارکوونکي به افغانستان کې د طالبانو د غچ اخستنې ګواښ ته پاتې شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شریف: له سوداګریز او ټرانزیټي فرصتونو د استفادې لپاره په افغانستان کې امن او ثبات ته اړتیا ده
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې اسلامآباد یې نن کوربه و، ټینګار وکړ چې په سیمه کې له سوداګریز او ټرانزیټي فرصتونو څخه د استفادې لپاره اړتیا ده چې افغانستان له امن او ثبات څخه برخمن وي.
شهباز شریف د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا ۲۳مې غونډې ته په وینا کې وویل، افغانستان له سیمې سره د اتصال له پلوه د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره یو ارزښتناکه فرصت رامنځته کوي چې ګټه یې د شانګهای د همکارۍ د سازمان ټولو غړو هېوادونو ته رسېږي.
هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري بېړنیو مرستو په برخه کې د افغانستان زیات ملاتړ وکړي.
د پاکستان صدراعظم همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې سیاسي ټول شمولیت ته غاړه کېږدي او هم دا ډاډ ورکړي چې هېڅ یوه ډله به د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کاروي.
که څه هم افغانستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان څارونکی غړی دی، خو له کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شوي، په غونډو کې یې د افغانستان څوکۍ خالي ده.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړیو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو د شورا د غونډې په پای کې خپره شوې، د افغانستان نوم هم نهدی اخیستل شوی.
فوټبال؛ د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډله د اسیا جام د لارموندنې په پړاو کې ګډون کوي
د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵م کال اسیا جام د لارموندنې پړاو په سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته لاړه.
د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۶مه نېټه د فوټبال فدراسیون خبر ورکړی چې لوبډله یې نن له کابل د کمبودیا په لور حرکت وکړ.
په خبر کې ویل شوي چې د اسیا جام د لارموندنې پړاو سیالۍ به د اکټوبر په ۱۷مه نېټه پیل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
افغانستان به د دې سیالیو په ترڅ کې په ب ګروپ کې له بنګلهدېش، کمبودیا، فیلیپين او ماکایو سره سیالۍ وکړي.
د ویلو ده چې یادې لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې د چمتووالي په موخه په کابل کې تمرینات ترسره کول.
پاکستان او چین: د طالبانو حکومت دې د ترهګرو د لهمنځه وړلو لپاره هر اړخیز ګامونه پورته کړي
پاکستان او چین د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له حکومته غوښتي چې افغاستان کې د ترهګرو ډلو د لهمنځه وړلو لپاره دې هر اړخیز ګامونه پورته کړي.
د چين صدراعظم لي ګیانګ او پاکستاني سیال یې شهباز شريف نن چهارشنبه د میزان ۲۵مه په يوه ګډه اعلامیه کې ټينګار وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دى.
د دواړو هېوادونو صدراعظمانو له طالبانو دا هم غوښتي چې د افغانستان له خاورې د خپلو ګاونډيانو، سيمې او نړۍ پر ضد له کارولو دې ډډه وکړي.
دغه راز په دې اعلامیه کې دواړو هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د چین صدراعظم لي کیانګ تېره دوشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ولاړ.
لي ګیانګ د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه غونډه کې چې نن په اسلاماباد کې جوړه شوې وه هم ګډون کړی دی.
اوچا: روان کال افغانستان کې له ۱۳ميليون ډېرو وګړو سره مرسته شوې
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بشرپالو ادارو د افغانستان د ۱۳،۴ ميلیونه وګړو یو ډول لاسنیوی کړی دی.
اوچا پرون سهشنبه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د جنوري نه تر جولای میاشتې پورې ۲،۲ میليون کسانو لږ تر لږه درې ډوله سکټوري ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د اوچا د نویو شمېرو لهمخې په افغانستان کې ټولټال ۲۳،۷ ميلیونه کسان د خوړو، روغتیا او روزنې په ګډون په مختلفو برخو کې مرستو ته اړ دي.
د دې ادارې په خبره، د غوښتل شوې ۳،۰۶ ميلیارډ ډالرو څخه تر اوسه پورې یوازې څه باندې ۷۳۵ ملیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
نن د افغانستان په ۷ ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن چهارشنبې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اټکل کړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور لهمخې د دې ادارې د خبرپاڼې سره سم په بدخشان، نورستان، تخار، پنجشېر، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د نسبتاً تېز باران، تالندې برېښنا او سېلابونو د راتلو اټکل کړی دی.
د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې وروستیو شدیدو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
طالبان: چين د واخان دهليز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو هڅې ستايلي
په چین کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت وایي، پېکینګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلیز د فعاله کېدو په اړه د طالبانو د حکومت هڅې ستایي او له خپله اړخه د دغه دهلیز د چارو لپاره په تدریج د ګامونو د اخیستو لپاره چمتووالی لري.
دا خبره په چین کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو لهخوا ټاکل شوی سفیر مولوي بلال کریمي سمبالوي، پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې کړې.
پهدې اړه په یوه بیان کې ویل شوي چې، د ښاغلي کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې د مشر لیوجین سونګ ترمنځ په کتنه کې د دې دهلیز ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، تجارتي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا او تقویې او همدارنګه له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي همکاریو پر دوام خبرې وشوې.
د بیان لهمخې لیوجین سونګ وویل چې د ايمسيسي او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به لا نور وهڅوي، تر څو د امو دریا د نفتي حوزې د تېلو د استخراج بهیر لا ګړندی او د مس عینک پروژې روان کارونه نور هم پراخ او چټک شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت هم پرون سهشنبه پر خپله وېبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې د دغې کتنې پخلۍ کړی او یوازې دومره یې ویلي چې، دواړو لورو د چین-افغانستان د اړیکو او د نورو د علاقې وړ دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل.
چین که څه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو لومړی هېواد و چې د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یې په پېکینګ کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت لهخوا د نومول شوي سفیر بلال کریمي باورلیک ومانه.
د طالبانو له بنده د جاويد کوهستاني د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی
د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې، د چارو شنونکی او پخوانی جنرال جاوید کوهستاني د طالبانو د حکومت له توقیفه خلاص شوی دی.
د کوهستاني د کورنۍ غړو له دغو رسنیو سره په خبرو کې منلې چې، هغه نن خپل کور ته تللی دی، خو نور جزیات یې نهدي ورکړي.
جاوید کوهستاني د تلې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په کابل کې ونیول شو او هغه مهال د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې وویل چې، نوموړی د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوی دی.
کوهستاني له هغو محدود شمېر جنرالانو او نظر خاوندانو څخه دی چې، د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته هم کابل کې پاتې شو او وخت ناوخت یې له رسنیو سره خبرې کولې.
معلومه نهده چې نوموړی د کومو دلایلو لهمخې طالبانو توقیف کړی و او خپله د طالبانو رسمي سرچینو هم تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
مخکې تر دې هم ګڼشمېر فعالان نیول شوي او خلاص شوي، خو د طالبانو چارواکي تر ډېره نه د هغوی په نیولو او نه هم ازادولو تبصره کوي.
اروپایي ټولنه: زدهکړې د افغانستان په پرمختګ کې کلیدي رول لري
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ماموریت ویلي، زدهکړې د دغه هېواد په پرمختګ کې کلیدي رول لري او په وینا دوی د افغانستان د ښې راتلونکې د تضمین په موخه د سلګونه ښوونځیو ملاتړ کوي.
دغه ماموریت دا څرګندونې نن سه شنبه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کړي او د افغانستان لپاره یې د خپلې استازې هغه انځور خپور کړی چې کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې ده.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د اروپایي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه پرانېزي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.
افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه له هانګ کانګ سره لوبوي
ټاکل شوې ده چې نن سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د عمان په کوربتوب په پیل شويو درې اړخیزو سیالیو کې له هانګ کانګ سره ولوبېږي.
دا د یادو درې اړخیزو سیالیو پایلوبه ده چې د کابل پر وخت به ماسپښین ۱:۳۰مه بجه پیل شي.
د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ او دویمه له عمان ګټلې وه او تر ننۍ لوبې وروسته دا لوبلړۍ پای ته رسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، دغه سیالۍ د اسیا ایمرجینګ سیالیو د چمتووالي په موخه پلان شوې دي.
د ویلو ده چې د اسیا ایمرجینګ جام سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په همدې نېټه د سریلانکا له الف لوبډلې سره ترسره کوي.
قرغزستان د افغانستان په بدخشان کې له قرغز افغانانو سره بشري مرسته کړې
قرغزستان د افغانستان په بدخشان ولایت کې له قرغز افغانانو سره بشري مرسته کړې ده.
د قرغزستان رسنیو نن سه شنبه لیکلي، دا مرسته چې طبي توکي او وسایل په کې دي، د دوی د ولسمشر سدیر جپاروف په لارښونه پامیر ته لېږدول شوي دي.
خبر کې راغلي چې په پامیر کې د زړه، غاښونو او د نسایي ولادي له څانګو سره طبي وسایل مرسته شوي او ۷۵۵ کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، روغتیایي مرستې ترلاسه کړي دي.
دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو په افغانستان کې بشري وضعیت نازک ښودلی او ویلې يې دي چې شاوخوا څلورنیم میلیونه ماشومان او مېندې په خوارځواکۍ اخته دي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان په پامیر سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ قرغزي کورنۍ ژوند کوي او یوځل داسې راپورونه هم خپاره شول چې قرغزستان غواړي دغه کورنۍ هغه هېواد ته ولېږدوي.