د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور؛ د امریکایي ځواکونو تر ۸۰۰ زرو ډېر همکاران په افغانستان کې پاتې دي


امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې زرګونه افغان همکاران یې ورسره امریکا او نورو هېوادونو ته ووېستل
امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې زرګونه افغان همکاران یې ورسره امریکا او نورو هېوادونو ته ووېستل

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سرمفتش وايي، په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو دوه کاله وروسته لا هم له ۸۴۰ زرو زیات افغانان چې په امریکا کې د بیا مېشت کېدو پروګرام لپاره‌یې غوښتنلیکونه ورکړي، په افغانستان کې پاتې دي.

د ځانګړي سرمفتش راپور زیاتوي، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم پدې برخې کې ستونزې شته او په افغانستان کې د ځانګړو ویزو د متقاضیانو شمېر څو چنده ډېر شوی دی.

یاد وزارت د امریکا د کانګرس له بېلابېلو کمېټو غوښتي، چې د افغان کډوالو د ځانګړې ویزې (اس‌ای‌وی) پر بهیر له سره کتنه وکړي.

په راپور کې راغلي ۵۰ سلنه متقاضیان چې غوښتنلیکونه یې ورکړي، د دې ویزو لپاره لازم شرایط نه‌لري او د دې ویزو ټول متقاضیان نه‌منل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سرمفتش راپور د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر وروسته د بیا مېشتېدنې د غوښتنو د زیاتوالي یادونه کړې او زیاتوي، چې په دې میاشت کې د غوښتنو شمېر له ۳۰ زرو څخه د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر پورې ۱۵۵ زرو ته لوړ شوی دی.

خو له امریکايي ځواکونو سره یو شمېر افغان همکاران په دې هېواد کې د بیا مېشتېدنې د بهیر پر ځنډ نیوکه کوي.

امریکایي چارواکو له کانګرس څخه غوښتي، چې افغان همکارانو ته یې د ځانګړو ویزو ورکړه ومني
امریکایي چارواکو له کانګرس څخه غوښتي، چې افغان همکارانو ته یې د ځانګړو ویزو ورکړه ومني

دوی د امریکا له دولته غواړي د هغو کارکوونکو شمېر زیات کړي، چې د افغانانو د کېسونو د بهیر د پر مخ بیولو په څانګه کې کار کوي.

يو له دغو کسانو څخه چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، په يوه امريکايي مؤسسه کې يې کار کاوه او د «اس‌ای‌وي» کېس لري، خو لا هم په افغانستان کې پاتې دى.

هغه ازادي راډيو ته وویل:

"زه يو له هغو کسانو څخه يم چې د «اس‌ای‌وي» اسنادو په اساس مې امریکا ته اپلای وکړ. کله چې جمهوري نظام ړنګ شو او اسلامي امارت په افغانستان واکمن شو، خپل غوښتنلیک مې ورکړ، په همدغو دوو کلونو کې مې یوازې کېس نمبر ترلاسه کړ، سندونه مې چک کوي، بل هېڅ هم نه‌دي راغلي."

د امریکا د «اس‌ای‌وي» کېسونو یوه بله غوښتونکې چې ادعا کوي د امریکا سفارت کارکوونکې وه وايي، د دې پروسې د سستوالي له امله لا هم په افغانستان کې ده.

هغه هم چې نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې یاد شي د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي په اړه وايي:

"د «اس‌ای‌وي» کېسونه خورا ورو پر مخ ځي. اصلي لامل‌یې د کډوالو زیاتوالی دی چې هر هېواد ته تللي. امریکا باید د پي۱، پي۲ او اس‌ای‌وي کېسونو په برخه کې خپل کارکوونکي زیات کړي، څو دا پروسه په ښه ډول پر مخ ولاړه شي. د هغو کسانو لپاره چې په سفارتونو، نا دولتي بنسټونو او پروژو کې یې کار کړی، امنیتي ګواښونه خورا زیات دي."

دا هم په پاکستان کې یو شمېر افغانان، چې د امریکا د ځانګړو مهاجرتي ویزو په تمه دي او وخت په وخت د دې غوښتنې لپاره اعتراضونه کوي
دا هم په پاکستان کې یو شمېر افغانان، چې د امریکا د ځانګړو مهاجرتي ویزو په تمه دي او وخت په وخت د دې غوښتنې لپاره اعتراضونه کوي

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ځانګړو ویزو (اس‌ای‌وی) دا پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې د خپلو افغان او عراقي همکارانو لپاره پیل کړ.

خو د دې بهیر او د امریکا د «پي۱ او پي۲» کېسونو غوښتونکي، په وار وار د دوی د کېسونو د بیا کتنې د بهیر له سستۍ څخه شکایت کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سرمفتش راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له جنورۍ میاشتې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن واک ته رسېدلی، تر اوسه نږدې ۳۴ زره متقاضیانو او د هغوی د کورنیو غړو ته ویزې ورکړل شوي چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

راپور کې دا هم راغلي، چې د دې ویزو د طی مراحلو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې لا ډېر کارکوونکي استخدام شوي او د امریکا دفاع وزارت سره په ګډه د متقاضیانو د کاري سابقې معلومولو لپاره‌یې همغږي ډېره کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، امریکا ته د افغان همکارانو د کډوالۍ د ویزو غوښتنه ډېره شوې ده.

د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه یو له هغو مهمو لاملونو څخه ده چې د امریکایي ادارو سیمه‌ییزو همکارانو تل راپورته کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان درېیمو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي او امریکا ته د ایستلو بهیر په تمه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG