د ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند؛ بار: د عدالت نړیواله محکمه د دې چلند د ننګولو لپاره مناسب ځای دی

د عدالت نړیوالې محکمې ودانۍ

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د عدالت نړیواله محکمه کولای شي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماټیک ناوړه چلند د مخنیوي د رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن اقدام وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان د طالبانو حکومت له‌خوا نجونو او ښځو سره تبعیضي چلند ته په اشارې وايي، د عدالت نړیواله محکمه د طالبانو د دې ډول سیستماټیک ناوړه چلند د ننګولو لپاره مناسب ځای دی.

دې سازمان په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی د بشري حقونو څار ادارې د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار له قوله لیکلي، دا محکمه کولای شي په دې برخه اغېرمن رول ولوبوي.

د بشري حقونو څار ادارې د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار

هیدر بار دا هم ویلي، داسې مهال چې د جرمونو نړیواله محکمه پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګولو شویو بندیزونو په څېړلو بوخته ده، د عدالت نړیواله محکمه هغو هېوادونو ته چې له افغان نجونو او ښځو یې ملاتړ کړی د طالبانو د سرغړونو د قضايي څار لاندې نیولو لپاره د یوې بلې عملي لارې وړاندیز کوي.

هغه لار د چې هیدر بار له قوله، وروستیو کې یې ښودلې چې د داسې اقداماتو کولو ته زمینه برابرولای شي چې مثبت اغېز رامنځته کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیاله زیاتوي، افغان نجونې او ښځې د دې مستحقې دي چې د طالبانو پر ضد نړیواله محکمه کې ودرېږي او هره هغه هېواد چې "د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له‌منځه‌وړو کنوانسیون" غړیتوب لري، کولای شي د دې چارې د کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي: "د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو ډولونو د له‌منځه‌وړو کنوانسیون" د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونو لاس‌لیک کړی او غړیتوب یې لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د بشري حقونو څار سازمان د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته شرعي حقونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د بشري حقونو څار سازمان بیا د طالبانو بر عکس وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم روان دی.

د دې سازمان په نني راپور کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته د دوی رژیم ښځې په بې‌ رحمه ډول ځپلي، دوی یې له زده‌کړو، کار،روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي، ټولنیز مشارکت، ازاد سفر او پارکونو ته له تلو محرومه کړي. هغه څه چې د بشري حقونو سازمان یې د بشري حقونو کنوانسیونونو څخه ښکاره سرغړونه بولي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله نسرین حمیدي وايي، پرله‌پسې بندیزونه افغان ښځې منزوي کړي او اړتیا ده چې د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته شي.

هغه وايي: "متاسفانه د دې بندیزونو په اړه نه یوازې دا چې نړیواله ټولنه د دې په اړه غږ نه پورته کوي، بلکې په افغانستان کې دننه هم څوک د خپلو لوڼو او خویندو او د خپل کور د ښځو د حقونو پوښتنه نه کوي."

یوه مېرمن وايي: موږ ګورو چې د غوښتنو ترڅنګ په افغان نجونو او ښځو فشارونه نور هم ډېرېږي.

یوه بله افغانه فعاله چې د طالبانو د بندیزونو له امله یې زده‌کړې او دنده دواړه پرېښي د خپل نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وايي: "دا سازمانونه چې دا دومره وخت تېر شو، په طالبانو د دوی د فشار خبره یوازې تر ویلو محدود وي او طالبان هم برعکس ځواب ورکوي. تر څنګ یې موږ ګورو چې د غوښتنو ترڅنګ په افغان نجونو او ښځو فشارونه نور هم ډېرېږي."

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د دوی د مشر ملا هبت‌الله فرمان ټول هغه حقونه خوندي کوي چې افغان ټولنه ورته اړتیا لري، خو د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه، نړیواله ټولنه او خپله افغان نجونې او ښځې وايي؛ اوسمهال دوی د ژوند په ټولو چارو کې له سختو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي.