د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه غیرعادلانه او د نورمونو خلاف بللې ده.
سراج الدین حقاني د طالبانو په لوړپوړو چارواکو کې له هغو خلکو بلل کېده چې ګواکې له پاکستان سره نږدې اړیکې لري.
د چارو شنونکی سمیع یوسفزی چې د طالبانو د جوړښت او مشرانو په اړه معلومات لري وايي، شرایطو ته په کتو لوړپوړي طالب چارواکي اړ شوي چې د افغانانو د احساساتو مطابق ویناوې وکړي او سیاستونه تنظیم کړي.
له یوسفزي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5