د هلمند ځینې اوسېدونکي: د کجکي د بند اوبه ایران لوري ته پرېښودل شوي

د کجکي بند یوه څنډه

د هلمند ځینې اوسېدونکي وايي، د کجکي د بند اوبه د ایران لوري ته پرېښودل شوي دي.

دوی ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د طالبانو لوړپوړو مشرانو تازه د کجکي د بند څخه لیدنه هم کړې ده.

د سیمې خلک زیاتوي، طالبان اوسمهال د کجکي بند شاوخوا خلکو او خبریالانو ته د تګ اجازه هم نه ورکوي.

ځايي خلک وايي، د کجکي بند کاسه له اوبو نه، بلکې له خاورو ډکه ده.

دوی له واکمنو طالبانو غوښتنه کوي چې له ايران دې اوبه راوګرځوي او د یاد بند کاسه دې پاکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غويي پر ۲۸مه نېټه د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د طالبانو له حکومته په زغرده غوښتې وو چې د هلمند د سیند د اوبو حق یې ورکړي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور