د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پر نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګول شويو بندیزونو او محدودیتونو په خپله خوښه وطن ته د افغانانو د ورتګ مخه ډب کړې ده.
یو شمېر افغان کډوالې وايي، که په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لېرې شي، سمدستي به وطن ته ولاړې شي.
په پاکستان کې یوې افغانې محصلې مریم احمدي ازادي راډیو ته وویل: "که همدا شېبه مې وطن ازاد شي، په همدې ثانیه د وطن پر لور روانېږم. هغه مهال چې ما ته د زدهکړو، کار او امنیت زمینه برابره شي. موږ له هغو کسانو یوو چې وطن مو راته اړتیا لري، موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره له افغانستان را ووتو. نن ورځ په موږ داسې بندیزونه لګېدلي چې نهشو کولای وطن ته ولاړې شوو."
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر نن په یوه راپور کې وویل، که څه هم د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې جګړه او د ملکي تلفاتو شمېر کم شوی، خو په سیستماټیک ډول د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونو، د بشري حقونو د ملاتړو، د رسنیو د کارکوونکو او قومي لږکیو د حقونو محدودېدو په افغانستان کې بېثباتي زیاته کړې ده.
دا موضوع د یو این ایچ سي آر د ۲۰۲۲ کال په وروستي راپور کې د کډوالو په اړه د سیمهییزې طرحې اړوند او د افغانستان د وضعیت په اړه مطرح شوې ده.
په راپور کې راغلي، پر نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګول شويو بندیزونو او محدودیتونو پر افغانانو خورا ډېر بد اغېز کړی او د یوه خنډ په توګه یې د هغو افغانانو د راتګ مخه نیولې چې غواړي په خپله خوښه وطن ته ستانه شي.
راپور کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار منع په اشارې لیکل شوي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، په عمومي او ټولیزه کچه د افغان نجونو او ښځو ګډون په تدریجي ډول لهمنځه تللی.
راپور زیاتوي، افغانان احتمالا یوه داسې هېواد ته له ستنېدو سره مخ دي چې په کورونو کې ښځې له سخت تبعیض سره مخ شوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دې راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نهکړې.
په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، دوام یې د هیچا په ګټه نهدی.
د بشري حقونو یوه فعاله خدیجه محمدي: "زموږ ډېر تعلیمیافته خلک پر کور شول، ډېر نور کډوال شول. زموږ نیمه ټولنه فلج ده. که په افغانستان کې بشري حقونه خوندي نهشي، نه یوازې وضعیت خرابېدونکی دی، بلکې نازک حالت کې دی او ورځ تر بلې د خرابۍ خواته روان دی. هیله ده نړیواله ټولنه دې دې برخې ته پام وکړي."
د بشري حقونو یوې بلې فعالې منیژې رامزي هم ازادي راډیو ته وویل: "د حالاتو خرابوالی د مغزونو له فرار، د خلکو له ټولیزې کډوالۍ، بېوزلۍ او له اوسني وضعیت د خلکو له نا رضایتۍ له ورایه ښکاري. اوسنی سرپرست دولت باید د افغانانو بر حقه او د نړیوالو غوښتنونو ته مثبت ځواب ووايي."
د یو این ایچ سي آر په راپور کې دا هم لیکل شوي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ۱،۶ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېر شمېر یې په غیرقانوني توګه دې هېوادونو ته تللي او د بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اټکل کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۴لکه ۸۵زره افغانان له ایران او ۱۵۰۰ تنه له پاکستان له دې امله ویستل شوي چې قانوني اسناد یې نهلرل.
په راپور کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې د بشري، امنیتي، او اقتصادي وضعیت خرابېدو سره، اروپايي هېوادونو ته هم د افغانانو کډوالي زیاته شوې ده.