د امریکا د استازو جرګې جمهوريپال په پام کې لري چې، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې نظمه وتلو په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن جرګې ته احضار کړي او له هغه څخه په دې برخه کې د محرم اسنادو په اړه معلومات وغواړي.
جمهوريپال او ځینې دیموکراتان وايي، د امریکايي سرتېرو د وتلو د عملیاتو په اړه چې په ترڅ کې یې ۱۳ سرتېري ووژل شول هېڅکله بشپړ تحقیقات نهدي شوي.
د جرګې د بهرنیو اړیکي د کمېټې مشر جمهوريپال مایکل مککال په یوه بیان کې ویلي، ده څو ځلې د ښه نیت هڅې وکړې چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې په کابل کې د امریکا د سفارت د ډيپلوماتانو لهخوا لیکل شوي اسناد وویني، خو نوموړی وايي ښاغلي بلېنکن د دې اسنادو له سپارلو ډډه وکړه.
نوموړی وايي، نو ځکه دی دې ته مجبور شو چې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه جرګې ته د هغه د جلب سند لاسلیک کړي.
دا اسناد له شلو زیاتو امریکايي ډيپلوماتانو د ۲۰۲۱ کال په جولای کې د محرمو اسنادو د لېږد د یوه ځانګړي چینل له لارې د بهرنیو چارو وزیر ته لېږلي وو او په هغو کې یې خبرداری ورکړی و، چې د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې به کابل د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
بلېنکن تېره اوونۍ په یو استماعیه غونډه کې د دې معلوماتو ځینې برخې کانګرس ته وسپارلې او ژمنه یې وکړه چې، د نورو معلوماتو پر سپارلو به هم کار وکړي خو هغه په عین حال کې څرګنده کړه چې ځینې جزییات به یوازې جګپوړو مقاماتو ته وسپارل وشي.
په دې اړه نور: بلېنکن: درې اوونيو کې کانګرس سره له افغانستان د امريکا د وتلو په اړه موندنې شريکوود بلېنکن په وینا د دې کار هدف د هغو کسانو د هویټ پټ ساتل دي چې د پوځي ځواکونو د وتلو له اقدام سره یې مخالفت کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د بهرنیو چارو له وزارت څخه د بلېنکن د احضار د سند په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه خو دې وزارت د خپل ویاند ویدانت پاتیل خبرو ته اشاره وکړه.
ښاغلي پاتیل ویلي و، مهمه دا ده چې دا حساس اسناد محرم وساتل شي.
د نوموړي په وینا د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې، اړوند اسناد په یوه غونډه یا بل ورته مېکانېزم کې له وکیلانو سره شریک کړي.