د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات د افغانانو د ملاتړ او خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دي، خو د طالبانو وروستیو پرېکړو نړیواله ټولنه افغانانو ته د مرستو رسولو په چارو کې له ستونزو سره مخ کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د ټوماس وېسټ د سفر په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده.
زموږ همکار مرسلین ارسلا پر همدې مسئله د سیاسي چارو له شنونکي او د ولسي جرګې پخواني غړي خالد پښتون سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د طالبانو وروستیو پرېکړو اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو چاره څومره زیانمنه کړې؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5