د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینو لپاره د نوملیکنې د بهیر پیل؛ له زده‌کړو محرومې نجونې: ناهیلې یو


ارشیف: په هرات کې د تېرو کلونو د کانکور له ازموینو یو انځور
ارشیف: په هرات کې د تېرو کلونو د کانکور له ازموینو یو انځور

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کانکور ازموینې لپاره د نوملیکنې بهیر په داسې حال کې پیل کړ چې یوځل بیا افغان نجونو ته په کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې پرون یکشنبه د نومبر په درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښوونځیو او دیني مدرسو فارغان کولی شي د روان کال د جدي د میاشتې تر پایه د کانکور ازموینې فورمونه ډک کړي.

خو په دې اعلامیه کې د هغو نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي چې غواړي په کانکور کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي دي.

په افغانستان کې له زده‌کړو محرومې یو شمېر نجونې وايي چې د کانکور په پروسه کې د ګډون له حقه یوځل بیا بې‌برخې دي چې له امله يې ډېرې ناهيلې دي.

اندېشه عبدالله چې په شمالي ولایتونو کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې يوه نجلۍ ده، ازادي راډیو ته وویل، که دا محدودیتونه نه وای، سږ کال به یې په کانکور کې ګډون کړى و.

هغې وویل: "غوښتل مې چې ښوونځی بشپړ کړم او پوهنتون ته لاړه شم، خو ارمان مې پوره نه شو، نه پوهېږم زموږ د نجونو برخلیک به څه وي."

مریم، چې په کابل کې له زده‌کړو محرومه شوې، وایي نه ده توانېدلې چې خپلو موخو ته ورسېږي.

هغې وویل: "۱۲ کاله مې ښوونځی په ډېرې علاقې سره ولوست، غوښتل مې په حقوقو او سیاسي علومو کې زده‌کړې وکړم، ماسټري واخلم او خپلو موخو ته ورسېږم."

ارشیف: په غور کې د کانکور له مخکېنیو ازموینو یو انځور
ارشیف: په غور کې د کانکور له مخکېنیو ازموینو یو انځور

په کابل کې یوه بله مېرمن بهار په دې باور ده چې له جنسیتي تبعیض سره مخ ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "ما ډېر زحمت ویستی تر څو زده‌کړې وکړم، د خپل او هېواد راتلونکي لپاره، خو د پوهنتون ارمان مې په زړه کې پاتې شو او موږ له جنسیتي تبعیض سره مخ یو، ناهیلې یو، ځکه زموږ له انساني او شرعي حقوقو بې‌برخې یو."

راحیل، چې د کابل یوه اوسېدونکې ده، هیله لري چې دا محدودیتونه لرې شي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "د کانکور ازموینې لپاره مې تیاري نیوله چې هر څه ودرېدل او پوهنتون ته مې لار ونه مونده، هیله لرم دا محدودیتونه زموږ له مخې لرې شي."

دا درېیم ځل دی چې افغان ښځې او نجونې نه‌شي کولی د کانکور ازموینې په پروسه کې په نوملیکنه وکړي. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د نجونو لپاره به "د اسلامي شریعت مطابق مناسب شرایط" برابر کړي چې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

ارشیف: د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه. په تصویر کې د کابل پوهنتون محصلانې لیدل کېږي.
ارشیف: د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې طالبانو په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه. په تصویر کې د کابل پوهنتون محصلانې لیدل کېږي.

که څه هم افغانانو، نړیوالو سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالانو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي، خو طالبانو دا غوښتنې نه‌دي منلې او ویلي یې دي چې د نجونو زده‌کړه د افغانستان داخلي موضوع ده.

د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یا یونسکو په دې وروستیو کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه تر ۲۰۳۰م کال پورې دوام وکړي، تر ۴ میلیونه زیاتې نجونې به اغېزمنې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG