د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د بشري حقونو په برخه کې له طالبانو سره د حساب‌کتاب غوښتنه؛ افغان مېرمنې څه وايي؟


د ښځو يوه اعتراضيه غونډه
د ښځو يوه اعتراضيه غونډه

په‌داسې حال کې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ ويلي، د ملګروملتونو سازمان عمومي اسامبلۍ ته یې د افغانستان د وضعیت د بدلون لپاره د یوشمېر ګامونو د پورته کولو لپاره یو لېست سپارلی دی، یوشمېر افغان مېرمنې او د بشري حقونو فعالانې وايي، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د موضوع په هکله د ۲۰۰۰ کال په څېر یو جدي اقدام ترسره کړي، څو افغانان له‌دې وضعیت څخه وژغورل شي او یو هوسا ژوند ولري."
د بشري حقونو فعاله سجیه بهګام

یوه ښځه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په‌دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "باید په افغانستان کې د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو ډېر فشارونه راوړل شي. په ځانګړي توګه که د طالبانو پر سفرونو محدودیتونه ولګول شي او اجازه ورنه‌کړل شي دا زما په نظر یوه ښه لاره ده، څو د نړیوالې ټولنې فشارونه د طالبانو لپاره یو ګواښ وي او دوی خپل لیدلوری د افغان مېرمنو پر وړاندې بدل کړي."

د بشري حقونو فعاله سجیه بهګام په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "باید وویل شي چې نړیواله ټولنه باید یو اورېدونکی و اوسي او هغه وضعیت چې دا مهال پر افغانانو او پر مېرمنو روان دی، په خلاصو سترګو او غوږونو وویني او واوري. زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د موضوع په هکله د ۲۰۰۰ کال په څېر یو جدي اقدام ترسره کړي، څو افغانان له‌دې وضعیت څخه وژغورل شي او یو هوسا ژوند ولري."

دا غوښتنې داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ پرون جمعه د نومبر اوله په يوه خبري کنفرانس کې چې، د ملګروملتونو د عمومي غونډې وروسته ترسره شو په افغانستان کې د وضعیت بدلون لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: "ما عمومي اسامبلې ته د بېړنیو او عملي اقداماتو یو لېست وړاندې کړ، چې باید ترسره شي، لکه په سیاسي پروسو او ډیپلوماتیکي تعاملاتو کې د افغانانو، په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو معنا لرونکی ګډون، د بشري حقونو د مدافعینو او بشردوستانه مرستو تمویل او ملاتړ او پر ژوندي پاتې شویو متمرکزې د عدالت لارو یقیني کول دي."

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

نوموړي زياته کړه، موږ باید ډاډ ترلاسه کړو څو طالبان پوه شي چې د بشري حقونو د دې جدي سرغړونو لپاره پایلې شتون لري.

ښاغلي بېنیټ تېره ورځ د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په هکله خپل راپور وړاندې کړ او ویې ویل، باید له طالبانو سره د هغه څه په خاطر چې د ده په خبره له نجونو او ښځو سره تبعیضي چلند دی، حساب‌کتاب وشي.

په ملګروملتونو کې د انګلستان دایمي استازې او د دې سازمان د امنیت شورا دوره‌یې مشرې بارباره وودوارد هم په همدې ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې کړاونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره وحشتناکه دي.

نوموړې زیاته کړه: "د مسلک او زده‌کړې څخه د بې‌برخې کولو سربېره، هغه کړاونه چې افغان ښځې ګالي، په حقیقت کې زما په اند، زموږ ټولو پر وجدانونو باندې یو بار دی."

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د وضعیت په هکله دا څرګندونې په‌داسې حال کې دي چې د طالبانو د خپلې بیاځلي واکمنۍ په لومړیو کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته د درناوي ژمنه کړې وه، خو واک ته له رسېدو وروسته يې داسي فرمانونه صادر کړل چې په دوامداره توګه یې د ښځو پر زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي فعالیت او سفر په برخو کې بندیزونه وضع کړل.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG