د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ريچارد بېنيټ: کاناډا دې افغانستان کې د بشري وضعيت ښه کېدو لپاره خپل ټينګار ته دوام ورکړي


طالبانو افغانستان کې پر ښځو او نجونو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.
طالبانو افغانستان کې پر ښځو او نجونو بېلابېلو برخو کې محدوديتونه لګولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ له کاناډا غوښتي چې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر ښه کېدو ټینګار ته دوام ورکړي.

"نن ورځ په افغانستان کې بشري حقونه په ښکاره ډول په رڼا ورځ له‌منځه وړل کېږي او له بده‌مرغه نړیواله ټولنه يې یوازې ننداره کوي
راحل تلاش

د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ویلي، په‌دې هېواد کې تر ټولو زیان منونکی قشر له مخ پر زیاتېدونکي ناوړه حالت سره مخ دی.

ریچارډ بېنيټ چې تازه یې تېره ورځ کاناډا ته خپل شپږ ورځنی سفر پای ته رسولی، په یو بیان کې چې پرون سه‌شنبه د ملګروملتونو د ریلیف وېب‌پاڼې خپور کړی، له کاناډا غوښتي چې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت پر ښه کېدو ټینګار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو دغه ځانګړي راپور ورکونکي چې طالبانو افغانستان ته له سفر څخه منع کړی ویلي، کاناډا ته په شپږ ورځني سفر کې یې په تورنتو او اوتاوا ښارونو کې د افغان فعالانو، خبریالانو او دې هېواد ته د نویو کډه شویو افغانانو په ګډون له یوشمېر افغانانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي، چې ډېرو یې د طالبانو له‌خوا د تبعیض او ظلم په اړه خپلې تجربې ورسره شریکې کړي دي.

هغه ویلي، د لږکیو یوشمېر فعالو ښځو ورته ویلي، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د یوې همغږې ستراتېژۍ په نشتوالي کې چې په‌دې هېواد کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته رسیدګي وکړي، د دوی ټولنې له ناوړه چلندونو سره مخامخې دي.

ښاغلي بېنیټ په‌دې بیان کې د کاناډا د هغه ټینګ دریځ ستاینه کړې چې، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول یې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د ښه کېدو په تصدیق پورې تړلي دي.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

ښاغلي بېنیټ دغه‌شان د کاناډا د حکومت د هغه اقدام ستاینه کړې چې له درې نورو هېوادونو، اسټرالیا، جرمني او هالنډ سره په ګډه یې یو مهم لومړی ګام اخیستی او ویلي یې دی چې، له طالبانو سره باید د هغو سرغړونو په خاطر حساب‌کتاب وشي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو د کنوانسیون له‌‌مخې دې هېواد ترسره کړې دي.

نوموړي نور هېوادونه هم هڅولي چې، له‌دې اقدام سره یو ځای شي.

"افغان مېرمنې نورې له خبرو او اعلامیو ستړې شوي دي، زموږ سترګې نورې عملي اقداماتو ته دي
د کابل يوه اوسېدونکې

په همدې حال کې د بشري حقونو یوشمېر فعالانې وايي، د افغانستان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې د نړیوالو مرسته او همکاري اړینه ده.

د ښځو د حقونو فعالې راحل تلاش ازادي راډیو ته وویل: "نن ورځ په افغانستان کې بشري حقونه په ښکاره ډول په رڼا ورځ له‌منځه وړل کېږي او له بده‌مرغه نړیواله ټولنه يې یوازې ننداره کوي، زموږ غوښتنه دا ده چې نه یوازې نړیواله ټولنه، بلکې د بشري حقونو بنسټونه، سیمه‌ییز او ګاونډي هېوادونه باید په‌دې کې تر نورو ډېره ونډه واخلي او طالبان تر فشار لاندې راولي چې په‌دې هېواد کې چې افغانې مېرمنې يې برمته نیولي دي، له‌دې برمتې خلاصې کړي."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په‌دې راپور کې خپور شي، د طالبانو په وړاندې له نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

هغه وايي: "افغان مېرمنې نورې له خبرو او اعلامیو ستړې شوي دي، زموږ سترګې نورې عملي اقداماتو ته دي، موږ هیله لرو چې نن ورځ چې په افغانستان کې مېرمنې ځورول کېږي، له دوی حق اخیستل کېږي، دوی نیول کېږي او تاوتریخوالی ورسره کېږي، پای ته ورسیږي او د طالبانو د دغو ظلمونو په وړاندې عملي ګامونه واخیستل شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته په‌دې هېواد کې پر ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په ګډون ګڼ‌محدودیتونه لګول شوي دي.

د همدغو محدودیتونو له امله زیات‌شمېر افغانان په ځانګړي ډول مېرمنې هڅه کوي، له‌دې هېواده ووځي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په خپل تازه بیان کې ویلي، کاناډا له ۲۰۲۱ کال نه تر اوسه ۵۰ زره افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړې ده.

هغه ویلي، نړیواله ټولنه باید د زیانمنونکو افغانانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي او له کاناډا یې غوښتني چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ وکړي او له خطر سره مخ افغان کډوالو ته خوندې لارې برابري کړي تر څو خپلو هیلو ته ورسیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG