د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

امينه محمد: افغانستان کې له ټولنې د ښځو شديد محروميت د ښځو د حقونو په برخه کې شاتګ دی


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ناسم وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام ملګري ملتونه وايي، د افغان ښځو محرومیت په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې شاتګ ښیي.

"موږ د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونې د ویرې یادونه کوو چې له زده‌کړو، راتلونکې او خپل غږ څخه محرومې شوي دي،
سيما بحوث

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد پرون پنج‌شنبه (د اکتوبر ۲۴مه) د ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته په‌دې اړه وویل: "په افغانستان کې له ټولنې او حکومتوالۍ د ښځو شدید محرومیت دلته د ښځو د حقونو په برخه کې ښکاره شاتګ ښیي. دا مهمه ده چې موږ په افغانستان او له هغې وړاندې د مېرمنو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړو او د هغوی د حقونو د دفاع لپاره په هرځای او هر فرصت کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

نوموړې وویل، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره زیاتو هڅو او همغږۍ ته اړتیا شته.

د ملګروملتونو د ښځو برخې اجرایوي مشرې سیما باهوس هم د ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته ویلي چې، میلیونونه افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې له لومړنیو حقونو بې‌برخې شوي او د زندانیانو په څېر ژوند کوي.

نوموړې وايي: "موږ د هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونې د ویرې یادونه کوو چې له زده‌کړو، راتلونکې او خپل غږ څخه محرومې شوي دي، دوی اړوېستل شوي چې غلې شي او په خپلو کورونو کې د زندانیانو په څېر ژوند وکړي."

طالبانو تازه د بشري حقونو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې یې په کراتو دا ادعا کړې چې، د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

پر زده‌کړو د طالبانو د بنديز ليرې کېدو هغه غوښتنه ده چې پر کور دننه او نړيواله کچه بيا بيا شوې، خو طالبانو تر اوسه د نجونو پر زده‌کړو بنديز جاري ساتلی.
پر زده‌کړو د طالبانو د بنديز ليرې کېدو هغه غوښتنه ده چې پر کور دننه او نړيواله کچه بيا بيا شوې، خو طالبانو تر اوسه د نجونو پر زده‌کړو بنديز جاري ساتلی.

طالبانو په افغانستان کې په بیا واکمنېدو سره پر افغان نجونو او ښځو له زده‌‌کړو او کار څخه د دوی راګرځولو په ګډون ګڼ محدویتونه ولګول.

تازه د برېکس سازمان په ۱۶مه سرمشریزه کې هم غړو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي، پر افغان مېرمنو او نجونو د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونه له انساني او اسلامي اساساتو سره په ټکر کې دي.

د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ
د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ

نوموړې وايي: "زه فکر کوم تر ننه پورې د طالبانو په نظام کې د افغانانو تعریف شوي حقوق معلوم نه‌دي، طالبانو ته پکار ده چې په خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي، کوم تعریف چې دوی له شریعت نه لري ان اسلامي هېوادونه یې پر وړاندې ودرېدل، په نړۍ کې یوازې افغانستان اسلامي هېواد نه‌دی، بلکې نور هېوادونه هم شته چې هلته خلک په ارام او عزت سره ژوند کوي."

د یادونې ده چې ملګري ملتونه په‌داسې حال کې په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت په اړه دا څرګندونې کوي چې، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان ویلي و چې یوازې په خبرو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو مخه نه‌‌شي نیول کېدای، بلکې په‌‌دې برخه کې باید پیاوړي اقدامات وشي او حکومتونه له طالبانو سره حساب‌کتاب وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG