د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

يونېسف: له زده‌کړو د نجونو بې‌برخې کېدو له وخت مخکې هغوی واده ته اړې کړي دي


ارشيف
ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو سازمان وجهي صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې له زده‌کړو او حقونو بې‌برخې شوې نجونې له وخت مخکې واده کولو نه پرته خپلې راتلونکې کې بل څه نه ویني.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونېسف مشرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړى چې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي او د هغوی لپاره خپل غږ پورته کړي.

"افغانستان کې مکتبونه بند دي، يوه لور مې څوارلس کلنه ده، بله ديارلس کلنه ده، چې مکتب نه وي څه پرې وکړمه ساتى خو يې نه‌شمه، مجبور واده شي
د ننګرهار اوسېدونکی اول خان

د يونېسف مشرې کاټرین راسل د پنج‌شنبې په ورځ د اکتوبر په ٣٠ ناوخته پر خپله ايکس‌پاڼه په یو پیغام کې ويلي، په افغانستان کې د ښځو غږونه غلي کړی شوي او ارمانونه یې ځپل شوي دي.

نوموړې ويلي: "هغوی چې ښوونځي يې پر مخ تړل شوي، په کور کې ایسارې، او له حقونو محرومې شوي دي، دوی پرته له‌دې چې له وخت مخکې واده وکړي خپلې راتلونکې کې بل څه نه ویني."

مېرمن کاټرین راسل ټينګار کوي چې هيڅ هېواد د خپل نیمایي نفوس پرته پرمختګ نه‌شي کولی.

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې يوشمېر نجونې او کورنۍ چې لوڼې يې ښوونځيو ته له تګ محرومې دي وايي، که زده‌کړې نه وي او همداسې دوام وکړي، اړېږي چې خپلې لوڼې له وخت مخکې واده کړي.

د شپږو اولادونو پلار د ننګرهار ولایت اوسېدونکى اول خان وايي، ښوونځی نه‌شته او د اقتصادي ستونزو له امله هم اړ دى چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي.

هغه وايي: "افغانستان کې مکتبونه بند دي، يوه لور مې څوارلس کلنه ده، بله ديارلس کلنه ده، چې مکتب نه وي څه پرې وکړمه ساتى خو يې نه‌شمه، مجبور واده شي له شپږم ښوونځي نه پورته ښونځۍ نه‌شته."

له زده‌کړو بې‌برخې يوې نجلۍ هريوا ازادي راډيو ته وويل، د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره د دوى په ولايت خوست کې هم په کم عمر د نجونو ودولو موارد ډېر شوي دي.
له زده‌کړو بې‌برخې يوې نجلۍ هريوا ازادي راډيو ته وويل، د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره د دوى په ولايت خوست کې هم په کم عمر د نجونو ودولو موارد ډېر شوي دي.

له زده‌کړو بې‌برخې يوې نجلۍ هريوا ازادي راډيو ته وويل، د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره د دوى په ولايت خوست کې هم په کم عمر د نجونو ودولو موارد ډېر شوي دي.

هغه وايي: "ما سره په ټولګي کې چې کومې نجونې وې، درې کاله مې چې د دوى د کورنۍ کوم غړى ليدلى يا مې دوى ليدلي پوښتنه مې ترې کړې چې ښوونځي خو بند دي څه کوي؟ دوى راته وايي چې هغوى ودونه کړي او وايي ان يو ماشوم هم لري او که مې دوى خپله ليدلي راته يې ويلي چې کورنۍ له‌خوا جبري واده ته اړې شوي."

نوموړې له حکومت او نړيوالې ټولنې غواړي چې د دوى پر زده‌کړو بنديزونه لرې کړې، څو د دې برخليک يې هم د نورو ټولګيوالو په‌شان نه‌شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو سازمان بېلابېلو ادارو، د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما او د دې سازمان د ښځو څانګې په یوې ګډې تازه سروې کې اندېښنه ښودلې چې، د طالبانو تګ‌لارې په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو څخه د کورنیو د ملاتړ د کمېدو لامل شوي دي.

دا سروې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۷۷۶ مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې او د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د ملګروملتونو د ښځو څانګې له‌خوا خپره شوې په‌کې راغلي چې، ۴۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي، د نجونو لومړنیو زده‌کړو څخه د خلکو ملاتړ کم شوی او ۶۵ سلنه ګډونوالو بیا ویلي چې د نجونو ثانوي زده‌کړو په ټولنه کې ملاتړ له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې له څو میاشتو تېرېدو وروسته نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول له غبرګونونو سره مخ دي او ورنه غوښتل شوي چې دا بندیز لېرې کړي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په‌دې اړه خپل دریځ نه‌دی بدل کړی، بلکې پر افغان نجونو او ښځو یې محدودیتونه لا زیات کړي دي.

راپور: عابده سپوږمۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG