د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

په کوچنیوالي او بدو کې د کونړ یو شمېر واده شوې نجونې د ژوند له کړاوونو شکایت کوي


ارشیف
ارشیف

په کونړ کې یو شمېر نجونې وایي، ډېری همزولي او خپلوان یې په کوچنیوالي کې واده شوې چې اوس د کورونو کارونه او نور وسپارل شوي مسوولیتونه په سمه توګه نه‌شي ترسره کولی او ژوند يې له کړاوونو ډک دی.

د کونړ اوسېدونکې شل کلنه سوله د خپلې تره لور "زینب" له کړاوونو د ډک ژوند کیسه کوي.

هغه وايي: "زما د کاکا لور ده، په ډېر کوچنیوالي کې واده شوې، کله چې واده شوه نو د هغه کور په اصولو، د مېړه په حقوقو او د کور په کارونو سمه نه پوهېده، ځکه چې هغه ډېره ماشومه وه، له همدې امله یې ژوند د ډېر تاوتریخوالي سره مخ شو، ډېر وهل او ټکول يي وخوړل."

سولې ازادي راډیو ته وویل، زینب په کوچنیوالي کې پر نشه‌يي توکو یو معتاد ته واده شوې او له واده وروسته يې خوشحاله ورځ نه‌ده لېدلې.

هغه وايي، د تره لورې د شاقه کارونو ترسره کولو، وهلو ټکولو او نورو بې شمېره ستونزو ګاللو سربېره، په کم عمر کې د اولادونو خاونده هم شوه چې د هغوی پاللو او روزولو سره يې ستونزې نورې هم زیاتې شوې.

د سولې په وینا، د زینب ماشومانو پلار پر نشه‌يي توکو روږدی و، د ګټې وټې او خپلو ماشومانو ته د نفقې پیدا کولو وس يې نه درلوده او همدا وجه وه چې ډېری وختونه يې د ماشومانو خوراک، لباس او د درملو نشتون دې ته اړه کړه چې پلار کره لاړه شي.

نوموړې زیاتوي: "په دې ستونزو کې يې څلور ماشومان پیدا شول، ماشومانو سره يې مشکلات نور هم زیات او ژوند يې تریخ شو، ځکه هغه د ماشومانو په پالنه او روزنه نه پوهېده، خو بیا يې هم د دومره ډېرو ستونزه سره هلته ژوند کولو، د ژوند معتاد ملګری يې له کوره ووتلو، دې کار سره يې د خواښې له‌خوا پرې د کېدونکي جبر اندازه زیاته شوه، اخر اړه شوه چې د خپلو بچو سره د پلار کورته لاړه شي، یو ماشوم يې د پلار په کور کې پیدا شو چې اوس دوه کلن دی، خو تراوسه يې د خسرګنۍ کورنۍ پوښتنه نه‌ده کړې، تر کومې يې چې ورونه دندو کې و، پلار کره يې یو څه ستونزې حل وې، خو د جمهوریت سقوط سره يې هغه اسانتیاوې هم له لاسه ورکړې او اوس هېڅ نه‌لرې."

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

سولې وړاندې وویل، د زینب او پنځو بچو ژوند يې له ډېرو کړاوونو ډک دی، ډېری وختونه ډوډۍ نه‌لري او د ګاونډیانو په ورکړه ګوزاره کوي چې د همدې ستونزو په وجه په روانې ناروغۍ اخته شوې ده.

دا یوازې زینب نه‌ده چې په کوچنیوالي کې د واده کېدو په وجه یې ټول ژوند له کړواونو ډک دی، بلکې د هغې په څېر ډېرې نجونې شته چې په کم عمر کې واده شوي، د ژوند له خوند او خوږو بې برخې دي.

نادیه د خپلې ټولګیوالې مریم کیسه کوي.

هغه وايي، مریم کوچنۍ او په شپږم ټولګي کې وه چې واده شوه، په هېڅ نه وه خبره، نه د مېړه له حقونو خبره وه او نه هم د کورنۍ د نورو غږو له حقونو.

نوموړې زیاته کړه: "زما یوه ټولګیواله وه چې له شپږم صنف څخه يې واده کړه، اوس يې ژوند بېخې ډېرو مشکلاتو سره مخ دی، کورنۍ يي ورته وایي، ته د کور کارونه نه‌شي کولی، د کور په اصولو باندې نه پوهېږې، د مېړه، خواښې او خسر په حقوقو نه پوهېږې، ماشومان نه‌شي پاللی او په هېڅ شي نه يې خبره."

ارشیف: په کونړ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې.
ارشیف: په کونړ کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې.

په بدو کې ورکړل شوې نجونې بیا له نورو زیات تاوتریخوالي سره مخ دي.

د کونړ ولایت د یوې لرې پرتې سېمې اوسېدونکي چې نه غواړې دقیق ځای، نوم او غږ یې په راپور کې نشر شي ازادي راډیو ته وویل: "څو کاله وړاندې يې ورور د پټې پر سر یو ګاونډي سره جنګ وکړ او ګاونډی یې وواژه، د کلي مشران او خپلوان راټول شول چې د دوی ترمنځ دښمني ختمه کړي، همدې جرګې د مقتول ورور ته ورکړه چې له ده ډېر مشر و."

د هغه په وینا، د واده له ورځې تراوسه ورسره د کورنۍ ټول غړي ښه سلوک نه کوي او هر یو ورته د د ښمن په سترګه ګوري، نه به ارمه خوب کولی شي او نه ډوډۍ خوړلی شي.

هغې راته وویل، تراوسه نه‌ده خبره چې په نړۍ کې د ښځو او ماشومانو کومه ورځ او یا حقوق شتون لري.

په کم عمر او په بدو کې ورکړل شوي نجونې وايي، بې وخته ودونو او ورسره تړلو ستونزو له ژوند څخه بېزاره دي.

که څه هم چې د تېر پرځېدلي جمهوریت په شل کلنه دوره کې د افغان ښځو او ماشومانو د حقوقو پېژندنې او په کوچنیوالي کې د ودونو کولو څخه د منع لپاره ډېر لګښتونه وشول، خو لا هم دغه رواج دوام لري.

د دوی په وینا، په کم عمر کې د نجونو ورکړې یو لامل په هېواد کې دوامداره بې روزګاري او غربت دی.

ډاکتران وايي، په کوچنيوالي کې ودونه کول نجونې د فزیکي، رواني او نورو ستونزو مخ کوي او ترې پیدا کېدونکي ماشومان هم کمزوري وي.

موسی خان وايي: هغه میندې چې عمرونه یې کم وي، د ولادت په وخت کې د مور او ماشوم د مړینې چانس زیات وي. هغه میندې چې عمرونه يې کم وي په سمه توګه ماشوم ته شیدې نه‌شي ورکولی او د هغه پالنه هم نه‌شي کولی.

ډاکتر موسی خان ازادي راډیو ته وویل: "نجونې مختلفو فزیکي او عصبي مشکلاتو سره مخ کوي، تر ټولو ستره ستونزه یې د امیندوارۍ او ولادت په وخت کې وي. هغه میندې چې عمرونه یې کم وي، د ولادت په وخت کې د مور او ماشوم د مړینې چانس زیات وي. هغه میندې چې عمرونه يې کم وي په سمه توګه ماشوم ته شیدې نه‌شي ورکولی او د هغه پالنه هم نه‌شي کولی."

ځايي خلک له طالب چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو غواړي چې په کوچنیوالي کې د نجونو ودولو او په بدو کې يې د ورکړې خلاف باید اقدامات وکړي.

په کونړ کې یو شمېر نجونې چې په کوچنیوالي واده شوې له شته ستونزو په‌داسې حال شکایت کوي چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې هر کال د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ نمانځل کېږې، خو افغانستان کې ډېری نجونې وايي، نه له خپلو حقوقو خبرې دي او نه هم د دوی په نوم له ورځې.

XS
SM
MD
LG