د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

په کم عمر کې ودونه؛ شازيه: په ۱۵کلنۍ کې مې زېږون وکړ چې د ژوند هيله مې نه وه


AFGHANISTAN-HEALTH
AFGHANISTAN-HEALTH

ډاکټران له ۱۵ تر ۱۹ کلونو پورې د ښځو امیندواره کېدل د مور او ماشوم دواړه لپاره خطرناک بولي.

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکې شازيه ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د مور تر مړینې وروسته په ۱۲ کلنۍ کې واده شوه او د مېړه په کور کې لویه شوه.

دا وايي، هلته يې په ۱۴ کلنۍ کې نکاح تړل شوې او په ۱۵ کلنۍ کې يې ماشومام نړۍ ته راوړی.

"زه چې واده شوم، ۱۲ کلنه وم، هغه مهال مې مور مړه وه، زه د خاوند کور کې لویه شوې یم، خواښې مې لویه کړې یم،
شازيه

هغه وايي: "زه چې واده شوم، ۱۲ کلنه وم، هغه مهال مې مور مړه وه، زه د خاوند کور کې لویه شوې یم، خواښې مې لویه کړې یم، په ۱۴ کلنۍ کې زما نکاح تړل شوې، لومړی ماشوم مې په پنځلس کلنۍ کې دنیا ته راوړی، لور مې وه، زه ډېر ورسره په تکلیف وم، ما سوچ نه کاوه چې زه دې ژوندۍ پاتې شم، پر ما باندې ډېره سخته وه، له ماشوم وروسته مې فشار لوړېده او هره ورځ به ناروغه وم."

جمالو د میدان وردګو ولایت یوه بله اوسېدونکې ده.

دا هم چې د پلار تر مړینې وروسته، اکاګانو په ۱۲ کلنۍ واده کړې ده وايي، کله چې یې کوچنی پیدا شو، له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "زه دوولس کلنه لاهم نه وم چې د پلار تر مړینې وروسته کاکا ګانو واده ته اړ ایستلم، هغوی دا سوچ کاوه چې زما مور یا هم ماما ګان به ما کوم بل ځای په نکاح کړي، پر لومړي ماشومان زه زیاته ناروغه شوم، فشار به مې لوړېده، ملا به مې درد کاوه، زیاته ډنګره شوم، تر اوسه پورې زه بیا د ژوند په خوند نه یم پوه شوې."

بل‌خوا د ارزګان ولایت اوسېدونکی شاه محمد وايي، دوه ماشومان يي ناسالم پیدا شوي او وروسته مړه شوي دي.

دی وايي، ډاکټرانو ورته ویلي د ماشومانو د ناسم راتګ لامل یې د مېرمنې کم عمري ده.

هغه وايي: "زما نوم شاه محمد دی، زه ۱۸ کلنه وم چې زما پلار ماته واده وکړ، زما مېرمن د ۱۵ شاوخوا وه، په لومړي سر کې زما دوه ماشومان چې دنیا ته راغل بدني ستونزه یې درلوده، ډېر ضعیف وو، ډېر کوچني وو، وروسته مړه شول، مېرمن مې زیات وخت ناروغه وه، ډاکټرانو راته وویل چې لامل یې زموږ دواړو په کم عمرونو کې واده دی."

"هغه نجوني چې مخکې له ۱۸ کلنۍ څخه امیندواره کېږي، هغه ډېر خطرونه لري، مخکې د ولادت له وخته زېږون کوي، د ماشوم مړینه زیاتیږي

په هلمند ولایت کې هم یوې اوسېدونکې چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، د ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په سیمه کې ډېر خلګ شته چې خپلې خويندې او یا هم لوڼې يې په کم عمر کې واده کولو ته اړ ایستلي دي.

هغه وايي، وروسته د یادو کسانو لوڼو او یا هم خویندو روغه ورځ نه‌ده لیدلې.

په ارزګان ولایت کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټره او متخصصه صدیقه الکوزۍ وايي، هغه نجونې چې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې واده وکړي او وروسته ماشوم وزېږوي، له ګڼو روغیتايي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.

ارشيف
ارشيف

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "هغه نجوني چې مخکې له ۱۸ کلنۍ څخه امیندواره کېږي، هغه ډېر خطرونه لري، مخکې د ولادت له وخته زېږون کوي، د ماشوم مړینه زیاتیږي، مور په لوړ او ټیټ فشار اخته کېږي، د ملا دردونه ورته پیدا کېږي، د زړه بدوالی ورته پیدا کېږي، مور زیاته کمزورې کېږي او اکثره وخت ژوند له لاسه ورکوي او که چېرې دا مور روغه هم پاتې شي، په راتلونکي کې بیا نوره وده نه‌کوي."

روغتياپالان وايي، په کم عمر کې واده کول د ذهني سکون او د کورنۍ د نظم د له‌منځه وړلو سبب ګرځي، ځکه چې کم عمره ماشومان په رواني او ټولنیزو مسوولیتونو نه پوهېږي.

د افغانستان په مدني قانون کې د ښځو لپاره د واده قانوني سن ۱۶ کاله او د نارینه لپاره ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG