د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

اسلام‌اباد کې پر افغان خبريال عبدالعزيز سخي‌زاده وسله‌وال بريد بېلابېل غبرګونونه او اندېښنې پارولي


 خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده.
خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده.

د افغان خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو بنسټونو په اسلام‌اباد کې په یو پخواني افغان خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده د نامعلومو وسله‌والو د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې، په هره سیمه کې دې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅې وشي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پر افغان خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده پروني برید د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

دغه بنسټونو په بېلابېلو اعلامیو او بیانونو کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ بڼسټ "AJSO" پرون یک‌شنبه د سپټمبر ١٥مه ناوخته په یوه اعلامیه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب جدي غوښتنه کړې.

دغه بنسټ ویلي: "هغه افغان خبریالان چې درېیمو هېوادونو ته د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه تللي؛ له بده‌مرغه په‌دې وروستیو کې ان هلته هم د ژوند له خوندیتوبه هم نه‌دي برخمن."

په جلاوطنۍ کې د افغان خبريالانو فدراسيون هم د دې وضيعت په اړه اندېښنه ښودلې او د پاکستان له امنيتي مسوولينو يې د پېښې د پلټنې غوښتنه کړې.

دغه فدراسیون نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په وروستيو درې اوونيو کې پر خبريالانو دا دريېم بريد دى چې په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي.

د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ بڼسټ "AJSO" پرون یک‌شنبه د سپټمبر ١٥مه ناوخته په یوه اعلامیه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب جدي غوښتنه کړې.
د افغانستان له خبريالانو د ملاتړ بڼسټ "AJSO" پرون یک‌شنبه د سپټمبر ١٥مه ناوخته په یوه اعلامیه کې د افغان خبريالانو د خونديتوب جدي غوښتنه کړې.

د افغانستان د بیان ازادۍ کور په نوم بنسټ هم دغه برید غندلی او په ايکس‌پاڼه یې په یو لنډ بیان کې ویلي یې دي چې، په دغه برید کې ښاغلي سخي‌زاده د سر په برخه کې ضربه لیدلې ده.

پرون يک‌شنبه د (سپتمبر په ١٥مه) د شپې پر مهال د اسلام‌اباد په E11 سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د اریانا ټلوېزیون په پخواني خبریال عبدالعزیز سخي‌زاده برید وکړ او هغه یې ژوبل کړ.

"پرون د شپې لس بجې وې چې له کوره ووتم څو قدمه مې نه وو اخيستي چې راباندې ډزې وشوې
عبدالعزيز سخي‌زاده

ښاغلي سخي‌زاده ازادي راډيو ته وویل، له خپل کوره په څو مترۍ کې پرې ډزې وشوې او دا یې سخت ژوبل کړ.

نوموړي وويل: "پرون د شپې لس بجې وې چې له کوره ووتم څو قدمه مې نه وو اخيستي چې راباندې ډزې وشوې، مرمۍ مې په سر ولګېده، ډاکټرانو وويل چې مرمۍ دې له سره وتلې، پرون ګرم وم نه‌پوهېدم، نن مې ډېر وضيعت خراب دى سر درد او شديد ځان درد لرم."

دی وايي، تر دې مخکې هم کله چې نوموړى په افغانستان کې وو د کابل په چهلستون سيمه کې د وسله‌والو له‌خوا وهل او ټکول شوی وو.

نوموړي ازادي راډيو ته یو غږیز پیغام هم استولی او ادعا یې کړې چې، د طالبانو استخباراتي کسانو ګواښلی دی.

خو ازادي راډيو د دغه غږيز پيغام د خپرېدو اجازه نه‌لري.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت یوشمېر افغان خبریالان وايي، پر خبریالانو وروستیو حملو سخت ویرولي او د ځانونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.

په اسلام‌اباد کې میشت افغان خبریال زمان ظریف ازادي راډيو ته وویل: "له بده‌مرغه افغان خبريالان نه د امنيت له‌مخې او نه د اقتصاد له‌مخې په سم وضيعت کې دي، همدا يوه ورځ مخکې يو افغان خبريال باندې بريد وشو څو وخته مخکې اپريل مياشت کې د ازادي راډيو پر خبريال احمد هنايش باندې بريد شوى وو، دا ښيي چې افغان خبريالا په پاکستان کې خوندي نه‌دي."

دی غوښتنه کوي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره باید جدي هڅې وشي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پر افغان خبریالانو د بریدونو پېښې زیاتې شوي دي.

د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۵مه پر یوه بل پخواني خبریال نصیراحمد بهروز هم په اسلام‌اباد کې حمله شوې وه او د ازادي راډیو خبریال احمد هنایش هم د اپرېل پر درېیمه په اسلام‌اباد کې د نامعلومو وسله‌والو په حمله کې ټپي شوی و.

پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغان خبریالان د ژوند د خوندیتوب او لوېدیځو هېوادونو ته د وتلو په نیت ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته وتلي دي.

راپور: عابده سپوږمۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG