د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

یو‌این‌ایچ‌سي‌ار: ښايي په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له کبله د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي


د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

د ملګروملتونو د کډوالوعالي کمېشنرۍ "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" اندېښنه ښودلې چې ښايي په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او توپانونو له کبله د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو، ورښتونو او توپانونو په اړه د اندېښنو په دوام د ملګروملتونو د کډوالوعالي کمېشنرۍ "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" ویلي، ممکن د اقلیمي بدلون د څپې له کبله په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د وروستيو طبعي افتونو په اړه په تازه خپور شوي راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (د جولای اتلسمه) یې خپور کړی ویلي، اقلیمي څپو تر ډېره د افغانستان ختیځ ولایتونه چې په سر کې یې ننګرهار دی زیانمن کړي دي.

په راپور کې دغه شان ویل شوي چې، د افغانستان مرکزي ولایتونه هم د وروستیو طبعي افتونو له کبله زیانمن شوي، خو د مرګ‌ژوبلې او تاوانونو د معلوملو لپاره ټیمونه لا هم په سیمو کې پر ارزونې بوخت دي.

د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

په راپور کې په ننګرهار کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د ریاست په حواله راغلي، د لومړنیو ارزونو له‌مخې ننګرهار، کابل، کاپیسا، میدان وردګ او پنجشېر هغه ولایتونه دي چې د کم‌ساري باد او باران له امله ډېر زیانمن شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې د کورنۍ غړي یې د وروستیو طبعي افتونو له کبله مړه او یا ژوبل شوي ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې ښايي دا پېښې بیا تکرار شي.

د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی مسلیمار چې د کورني اووه غړي يې وروستیو شدیدو توپانونو مړه کړي ازادي راډیو ته وویل: "په دغه پېښه کې زما مشر ورور، وریندار، څلور پېغلې او یوه وړه ورېره مړه شول، موږ د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالیو اوسېدونکو یو، خو هلته مو د خښتو په بټیو کې کار کاوه چې ناڅاپي توپان راګیر کړو او هرڅه یې له‌منځه یوړل."

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو، چې د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو، چې د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو، چې د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه شان سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، لويې لارې، پلونه او سلګونه کورونه په بشپړه توګه له‌منځه تللی دي، مخابراتي پایې هم ویجاړې شوي چې له امله یې د سیمې له خلکو سره رابطه ستونزمنه شوې.

محمد اغا چې په ننګرهار کې وضعیت له نږدې څاري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوس‌مهال په ډېری سیمو کې د مخباراتي شبکو پایې له‌منځه تللي او نه‌شي کېدای چې له هغوی سره اړیکه ونیول شي، زموږ په سیمه کې زموږ د نږدې خپل پر وړوکي ماشوم چې د ۷ کالو به و، دېوال راوغورځېدو او شهید شو."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي او د حفظ الصحې په برخه کې خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.

اوچا په یوه راپور کې چې دوه ورځې وړاندې یې خپور کړی و ویلي، چې له ۷۰۰ څخه زیاتې کورنۍ دا مهال جدي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا متحده‌ایالتونو او اروپايي ټولنې هم ژمنه کړې وه چې، په افغانستان کې وروستي طبعي افتونه او له کبله یې رامنځته کېدونکې مرګ‌ژوبله او ویجاړۍ له نږدې څاري او په‌دې برخه کې به لازم اقدامات وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG