د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ننګرهار کې د رضاکاره ځوانانو ډله سېلاب‌‌ځپليو ته مرستې ټولوي؛ خو طالبانو یې خېمه ټوله کړې


ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور
ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور

په ننګرهار ولایت کې د ځوانو رضا کارانو یوه ډله، د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو ته مرستې راټولوي.

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو او توپانونو څخه زیانمن شوي کسان د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي، په ننګرهار ولایت کې د رضا کارو ځوانانو یوې ډلې دوی سره مرستو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د مدني فعالانو دا ډله وايي، د یوې کمېټې په چوکاټ کې یې فعالیت پیل کړی، چې اړمنو کسانو ته هم په هېواد کې دننه او هم له بهر مرستې راټولې کړي.

مدني فعال او د یادې کمېټې غړي عثمان همدرد په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا کمېټه فعاله ده او په نږدې دوو ورځو کې موږ چې کومې مرستې راټولې کړي دي او را ټولوو یې د ملګرو، مسوولینو او د ځوانانو له امر سره په همغږۍ به یې خلکو ته ورسوو."

خو ښاغلي همدرد وايي، دوی د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۸مه) د جلال‌اباد ښار په عیدګاه جومات کې د مرستو راټولولو لپاره چې کومه خېمه درولې وه، درې ساعته وروسته د ځايي چارواکو له‌خوا ټوله شوه.

نوموړی زیاتوي، که څه هم دا خېمه د طالبانو د حکومت له مسوولینو سره له خبرو او تفاهم وروسته درول شوې وه، خو ځایي چارواکو وروسته ورته ویلي دا د کابینې پرېکړه ده او په‌دې اړه یې ډېر جزیات نه‌دي ورکړي.

په ورته وخت کې له وروستیو سېلابونو او توپانونو څخه زیانمن شوي یو شمېر کسان د بېړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکي خیال زمان چې په دې پېښو کې یې یو ماشوم مړ او دوه نور سخت ټپيان شوي ازادي راډيو ته وویل: "خلک راغلي نومونه یې لیکلي، خو تر اوسه چا بېرته ځواب نه‌دی راکړی نه یې زنګ وهلی چې راشئ مرسته کېږي. خلک ځي راځي خو تر اوسه موږ ته چا څه نه‌دي راوړي."

یو بل زیانمن شوي احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل: "کوټې مو څاڅي، دېوالونه مو ویجاړ شوي دي، بامونه تخریب شوي دي، خو موږ سره تر اوسه د چا له‌خوا مرسته نه‌ده شوې او نه زموږ څخه چا د مرستې په اړه پوښتنه کړې."

ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور
ننګرهار کې د سېلابونو يو انځور

دا زیانمن شوي خلک په‌داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جولای په ۱۷مه په خپل تازه راپور کې ویلي، لږترلږه ۷۳۴ کورنۍ خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو، د اوبو تاسیساتو او بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې راهیسې، د ننګرهار په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه د باران او سېلابونو ترڅنګ د سختو توپانونو شاهدان وو، چې د طالبانو حکومت د وروستیو شمېرو له‌مخې په‌کې ۵۲ تنه مړه او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اوچا د راپور له‌مخې دې سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځ کې ۲۱ ولسوالۍ زیانمنې کړي دي، چې د بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو په ولسوالیو کې تر ټولو زیات خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG