د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولان: د نسايي او ولادي څانګې شپېته بستریز بخش تړل شوی


ارشیف: په بدخشان کې د یوه روغتون د نسايي او ولادي څانګې انځور
ارشیف: په بدخشان کې د یوه روغتون د نسايي او ولادي څانګې انځور

د بدخشان روغتیايي مسوولان وایي، د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا د بودیجې د نشتوالي له امله د دې روغتون د نسایي او ولادي څانګې د شپېته بستریز وارډ دروازې تړل شوي دي.

د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولان د دې روغتون د نسایي او ولادي شپېته بستریزې څانګې تړل کېدل یوه فاجعه ګڼي او خبرداری ورکوي چې د خدمتونو د نشتوالي له کبله به په دې ولایت کې د میندو د مړینې کچه لوړه شي.

د دې روغتون رییس شفیق‌الله همدرد ازادي راډیو ته وویل، دا څانګه چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا تمویلېده، اوس تړل شوې ده.

همدرد وویل: "د دې برخې تمویلونکی د روغتیا نړیوال سازمان و او د آغاخان د روغتیايي خدماتو له‌خوا پلي کېده، له بده مرغه د ۲۰۲۴م کال د جولای په لومړۍ نېټه د بودیجې د نشتوالي له امله په بشپړه توګه تړل شوې او ورسره د میندو د مړینې د شمېر د زیاتېدو امکان زیات شوی دی."

د بدخشان د ولایتي روغتون مشر همداراز وویل چې په روغتون کې یې د شپېته بستریزې نسایي او ولادي څانګې په تړل کېدو سره ۷۳ تنه پرسونل، چې متخصصین، قابلې، نرسان او اداري کارمندان په‌کې شامل دي، بې‌کاره شوي دي.

نوموړي زیاته کې چې اوسمهال د ۳۰ بسترو یو بله څانګه د نسایي او ولادي ناروغانو لپاره فعالیت کوي چې د بدخشان د نسايي او ولادي ناروغانو د ستونزو د هواري لپاره بسنه نه کوي.

د بدخشان ولایتي روغتون رییس وایي، که څه هم د ولسوالیو په کچه د نسایي او ولادي خدماتو څانګې موجودې دي، خو ځینې عاجل او سخت ناروغان ولایتي روغتون ته هم انتقالېږي.

ازادي هڅه وکړه چې د دې روغتون د تړل شوې څانګې له کارمندانو سره خبرې وکړي، خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول.

خو دې موضوع د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي چې وخت په وخت یې د دې روغتون د ولادي او نسايي برخې له خدمتونو ګټه اخیسته، اندېښمن کړي او هغوی د دې څانګې د فعالیت د بیا پیل غوښتونکي دي.

د فیض‌آباد ښار یوې اوسېدونکې مریم رسولي ازادي راډیو ته وویل: "اوس زموږ ستونزې زیاتې شوې، مخکې چې موږ دې روغتون ته مراجعه کوله خدمات یې مؤثر و، اوس موږ اندېښمن یوو چې که د کورنۍ کوم غړی زموږ نسایي او ولادي ستونزې ولري، چېرته به مراجعه کوو؟"

آسیه اماني د بدخشان بله اوسېدونکې هم ورته اندېښنه لري.

د بدخشان اوسېدونکې آسیه اماني وايي: زموږ غوښتنه له ډبلیوایچ‌او څخه دا ده چې خپلې مرستې وغځوي، ځکه د بدخشان خلک په ځانګړې توګه ښځې داسې روغتون ته اړتیا لري.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "اوس ممکن روغتیايي خدمات ډېر ټیټ شي، موږ په ځانګړې توګه د حامله ښځو لپاره به زیاتې ستونزې پیدا شي، زموږ غوښتنه له ډبلیوایچ‌او څخه دا ده چې خپلې مرستې وغځوي، ځکه د بدخشان خلک په ځانګړې توګه ښځې داسې روغتون ته اړتیا لري."

د ازادي راډیو خبریال د بدخشان ولایتي روغتون د مسوولانو او د دې ولایت د خلکو اندېښنې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سره شریکې کړې، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ او" شاوخوا یوه میاشت مخکې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، هره ورځ په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان په داسې مرګونو مري چې د مخنیوي وړ وي.

دې سازمان څو ورځې مخکې په یوه بل راپور کې ویلي وو، په ۲۰۲۳م کال کې شاوخوا ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د کموالي له امله تړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې دا هم ویلي وو چې یوازې په تېر کال کې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله له درېیو میلیونو زیات افغانان، چې په کې تر پنځه کلنۍ ښکته ۶۰۰زره ماشومان او ۲۴۰زره حامله او شیدې ورکوونکې ښځې هم شاملې دي، له روغتیايي خدماتو بې برخې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG