د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې د ملاریا ۵۰زره مثبتې پېښې ثبت شوي


د ملاریا ماشی
د ملاریا ماشی

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو خبر ورکړی دی.

دغه روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۶۹ سلنه زیاتې شوي دي.

د دې وزات ویاند شرافت زمان د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي: "د ۲۰۲۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۵زره پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال دغه شمېره ۵۰زرو ته لوړه شوې چې په دې ترتیب ۶۹ سلنه زیاتوالی ښيي."

شرافت زمان همدا راز ادعا کړې چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې تېر کال د افغانستان په ګرمو سیمو کې له دوو میلیونو څخه زیاتې پشه‌خانې یا ماش لومې ویشلي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا "یواین‌ډي‌پي" د ملاریا د برخې مسوولان وايي چې د ډېرو پېښو راپور د افغانستان له ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو څخه ورکړل شوی دی.

د دې پروګرام د ملاریا د برخې مسوول ډاکتر احمد ولید صدیقي له ازادي راډیو ته وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ملاریا ناروغی پېښې ۳۱ سلنه زیاتې شوي دي.

صدیقي وايي: د اکثرو پېښو راپورونه د افغانستان له ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د کابل ولایت له سروبي والسوالۍ څخه چې هغه هم له مشرقي ولایتونو سره په پوله کې پرته ده، ورکړل شوي دي."

هغه وايي: "د تېر۲۰۲۳م میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۹زره او ۶۳۸ پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال ۲۸زره ۷۵۲ پېښې ثبت شوي دي چې زیاتوالی ښيي. د اکثرو پېښو راپورونه د افغانستان له ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د کابل ولایت له سروبي والسوالۍ څخه چې هغه هم له مشرقي ولایتونو سره په پوله کې پرته ده، ورکړل شوي دي."

که څه هم صدیقي د عامي روغتیا وزارت سره په همغږۍ په ملاریا لرونکو سیمو کې د ماش لومو یا پشه‌خانو د ویش خبره کوي، خو له خلکو هم غوښتنه کوي چې وقایوي تدابیر په پام کې ونیسي.

د لغمان ولایت اوسېدونکی صمد او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې شریفې په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

صمد وویل: "هو، زه په ملاریا اخته شوی وم، درملنه مې وکړه او شکر الحمدالله روغ شوم، ملاریا عادي نه بلکې خطرناکه ناروغي ده، که یې څوک علایم ویني باید ژر تر ژره دې درملنه وکړي."

شریفه وايي: "په پاکستان کې هم ګرمي ډېره وه، میاشې او ډول ډول ناروغۍ وې، خو کله چې افغانستان ته راغلو دلته ګرمي له هغه ځایه هم ډېره ده، میاشې هم ډېرې دي چې زموږ ټول ماشومان یې ناروغان کړي دي."

ملاریا یوه وژونکي ناروغي ده، خو درملنه او وقایه یې کېدای شي او د نوافل په نوم د میاشې له چیچلو انسانان پرې اخته کېدای شي.

تر ډېره دغه ناروغی د هوا په ګرمېدو او په ګرمو سیمو کې خپرېږي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې ۳۰ سلنه د ملاریا ناروغۍ د زیاتوالی خبر ورکړی و او ویلي وو چې په دغه هېواد ۷۷ سلنه خلک په دغه ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان همدا زار ویلي چې افغانستان د ملاریا ناورغی د پېښو له اړخه د شرقي مدیترانې په سیمه کې پنځم ځای لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG