د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

احدي: د افغانستان د امانت صندوق له ګټلو پیسو هیڅ استفاده نه ده شوې


په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي
په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي وایي، په سویس کې د درې نیم ملیارډ ډالرو امانت صندوق له ګټې کېدای شي د اړتیاپه صورت کې استفاده وشي.

ښاغلي احدي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه د دغه صندوق پیسو شاوخوا ۲۷۰ ملیون ډالره ګټه کړې او زیاته یې کړه،

هغه زیاته کړه:

" ګټې او مصرف مو تایید کړی چې که چېرې دولت ونه شي کولای چې د آسیا پراختیا بانک هغه پور چې افغانستان ته یې ورکړی، بېرته ورکړي، نو کېدای شي چې له دې صندوق څخه ورته موږ تادیات وکړو. البته له دې ګټې نه د دولت ځینې ډېر اساسي اوضروري مصارفات چې ګټه یې خلکو ته ورسیږي، هم استفاده کېدای شي خو په دغه ډول مصارفو کې باید د صندوق څلور واړه غړي توافق ولري. که یونفر هم مخالفت وکړي؛ کولای شي ویتو یې کړي او مصرف چې ده صورت ونه نیسي."

ښاغلی احدي د افغانستان د امانت صندوق له پیسو او ګټې یې د استفادې په اړه د دې صندوق د مدیره هیت د څلورو غړیو پر تایید ټینګار داسې مهال کوي چې د ترکیې TRT شبکې پرون چهارشنبې په یوه راپور کې وویل چې هغه چارواکي چې د افغانستان د امانت صندوق په بحثونو کې ښکېل دي، وایي، دا اړینه ده چې د افغانستان د ویجاړشوي مالي سیسټم د ثبات لپاره ژر تر ژره د دې صندوق پیسې آزادې شي، ځکه د دوی په وینا دا کارد اقتصادي خوخښت لپاره مهم دی.

خو د راپور له مخې، د افغانستان د امانت صندوق څلورغړي: انوارالحق احدي، شاه محمد محرابي، جی شامبو Jay Shambaugh او الکساندره باومن Alexandra Baumann له کله چې دوی له څه باندې یوکال راهیسې کارپیل کړی، په دې اړه چې د دغه صندوق پیسې په څه ډول ولګول شي په یوه خوله نه دي.

د راپور له مخې، یوې سرچینې دې شبکې ته ویلي چې که څه هم ټول له دې سره موافق دي چې ساتل شویو پیسو ته باید لاس ورنه وړي، خو له ګټې ېې کولای شي د افغانستان له تر ټولو بې وزلو وګړو سره د مرستې لپاره کار واخلي.

د افغانستان بانک لوګو
د افغانستان بانک لوګو

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په امریکا کې د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارډ ډالره شتمني کنګل شوه چې نیمایي، یعنې درې نیم ملیارډ ډالره یې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د ولسمشرجوبایډن د پریکړې له مخې ازاده او په سویس کې د امانت یوه صندوق ته ولیږدول شوه.

په امریکا کې پاتې درې نیم میلیارډ ډالره پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرد یوولسمې د پېښې د قربانیانو د کورنیو د حقوقي دعوو لپاره ګرځول شوې دي.

افغانستان چې له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا دیرش میلیون وګړي یې بشري مرستو ته اړتیالري.

د طالبانو سرپرست حکومت پرله پسې په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو چې اندازه یې شاوخوا نهه میلیارډ ډالرو ته رسیږي، د ازادیدو غوښتنه کړې ده.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان دغه شتمني چې چارې یې د افغانستان بانک سمبالولې، د افغانۍ د ثبات، مالي تمویل او د بانکي سیسټم د فعالیت لپاره چې کافي نغدو پیسو ته له لاسرسي یې ډاډ ترلاسه شي، ساتل کیده.

سپینې ماڼۍ په تېره دلوه میاشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان بانک پاتې کنګل شوې شتمني به همداسې په امریکا کې کنګل شوې پاتې کیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG