د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۴

د دوحې د فورم په دوهمه ورځ د افغانستان په اړه بحث کېږي


د دوحې فورم د پرونۍ غونډې یوه څنډه، د ډسمبر ۶مه
د دوحې فورم د پرونۍ غونډې یوه څنډه، د ډسمبر ۶مه

نن، یکشنبه «د دسمبر ۷مه» د دوحې د فورم دوهمه او وروستۍ ورځ ده. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د نن به په دې فورم کې په سیمه ییز اتصال کې د افغانستان د رول په اړه بحث وشي.

د دې وزارت دوهم سیاسي رییس ذاکر جلالي د شنبې په ورځ «د دسمبر په ۶مه» ناوخته په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې په دې بحث کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس عبدالحی قانت، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشوف او د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی فیصل بن عبدالله به برخه واخلي.

ذاکر جلالي لیکلي چې د افغانستان په اړه دا بحث ښیي چې د تیرو وختونو امنیتي او بحراني لید په تدریجي ډول د اتصال، پراختیا او اقتصادي ودې پر بنسټ په نوي روایت بدلیږي؛ هغه روایت چې په ټکو یې، د افغانستان او سیمې لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.

د طالبانو حکومت وايي، د دوحې په فورم کې به د سیمې په اتصال کې د افغانستان د رول په اړه بحثونه وشي.

نوموړي زیاته کړې چې د دې فورم په لومړۍ ورځ «دسمبر په ۶مه»، تمرکز په اوسنیو نړیوالو ناورینونو او د قطر د منځګړیتوب پر رول باندې وو.

د دوحې فورم د خبرو اترو لپاره یو نړیوال پلټ فارم چې سیاسي مشران د لویو نړیوالو ننګونو په اړه د بحث لپاره سره راټولوي، سږکال د دسمبر په ۶مه او ۷مه جوړ شوی دی.

په دې فورم کې له ۱۶۲ هېوادونو له ۵زرو څخه زیاتو ګډونوالو ګډون کړی دی.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي، د دې لپاره چې د طالبانو حکومت لا د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو په دې فورمونو کې د دوی د استازو ګډون ممکن هغه پایلې ونه لري چې خلک یې تمه لري.

د دې کارپوهانو له ډلې غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل“نړۍ د افغانستان له نه مشروعیت سره مخ ده، او ډیری هیوادونه هغه حکومت چې اوس په افغانستان کې واکمن دی مشروع نه ګڼي او په رسمیت یې نه پیژني، له همدې امله، په دې فورم کې د افغانستان د استازو د ګډون پایلې به له بده مرغه د افغانانو د تمې پایلې نه وي.”


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې یوازې روسیې په رسمیت پیژندلی دی.

ذاکر جلالي دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان د قطر د منځګړیتوب او د شخړو د سوله ییز حل یو له بریالیو مثالونو دی.

دا په داسې حال کې ده چې قطر په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د پنځه ورځني سفر کوربه توب هم وکړ.

نړیوالو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی نو په دې فورم کې د دوی ګډون ښايي هغه پایلې نه ونه لري چې خلک یې تمه لري.

ریچارد بنټ د جمعې په ورځ «د ډسمبر په ۵مه» په یو خپور کړي بیان کې ویلي چې د نړیوالو بشري حقونو د اصولو سره سم په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې د ټینګښت لپاره د پروسو د اسانتیا برابرونکي په توګه د قطر مهم رول باید کم ونه ګڼل شي.

د ده په خبره، په افغانستان کې د جنسیت د برابراۍ د ملاتړ او طالبانو ته اندیښنو د څرګندولو او د دوی پالیسو د تعدیل او د نویوالو بشري حقونو رعایتولو لپاره د هغوی هڅولو کې د قطر ژمنتیا او هڅې د ستایلو وړ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بې له شکه د قطر او د نړیوالې ټولنې د نورو غړو ترمنځ دوامداره جدي ښکیلتیا ته اړتیا لري، او افغانان باید یوازې نه ښودل شي.

قطر په تیرو دوو لسیزو کې د افغانانو شخړو د ښکیلو خواوو ترمنځ د ګڼو خبرو اترو کوربه توب کړی او په دوامداره توګه یې هڅه کړې چې له فعالې ډیپلوماسۍ څخه په کار اخیستنې نړیوالې ټولنې ته لاره هواره کړي چې له افغانستان سره په رغنده توګه ښکیل شي.

له دې سره، د ۲۰۲۰ کال دوحې تړون په ګډون د دې مذاکراتو یوې برخې، د طالبانو لپاره د واک ترلاسه کولو لاره هواره کړه، چې ځینې افغانان او د ښځو د حقونو فعالین د دې خبرو اترو پایلې منفي ګڼي.

XS
SM
MD
LG