د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا د يوې محکمې وروستی حکم څومره مهم دی؟


ارشيف
ارشيف

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی وایي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د یوې محکمې تر پرېکړې وروسته د سپتمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو د استیناف غوښتنه کړې.

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو درې نیم ملیارده ډالره دې د سپتمبر د یولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي، یوې محکمې په دې اړه څېړنه پيل کړه.

دغې محکمې د سه‌شنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه او د سپتمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته یې د پيسو ورکړه رد کړه.

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یوه غړي انوارالحق احدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د قربانیانو کورنیو د استیناف غوښتنه کړې، خو دوی تمه لري چې دغه شتمني به د امانت صندوق ته ولېږدول شي.

اسدالله لودین له ښاغلي احدي سره مرکه کړې او په پيل کې یې پوښتلی چې، د کنګل شویو درې نیم ملیارده ډالرو په اړه د محکمې حکم څومره مهم دی؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG