د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۱

د افغانستان بانک ارزونه؛ امریکا: لا هم د خپلې کنګل شتمنۍ د ترلاسه کولو جوګه نه دی

د افغانستان بانک مرکزي دفتر، چې طالبانو یې پر دېوالونو خپل شعارونه لیکلي
د افغانستان بانک مرکزي دفتر، چې طالبانو یې پر دېوالونو خپل شعارونه لیکلي

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د حکومت چارواکي نه دي توانېدلي، چې دغه بانک ته د سویس د امانت له صندوقه د خپلې کنګل شوې زېرمې، د درې نیم میلیاده ډالرو د انتقال په برخه کې، د امریکایي چارواکو رضایت تر لاسه کړي.

د دغه بانک پلټنه د امریکا له خوا تمویلیږي.

د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، پلټنې د امریکا د خزانې وزارت هغه نظر بدل نه کړای شو، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک کې تر اړینو اصلاحاتو دمخه د سویس له صندوقه د افغانستان پيسې ور انتقال شي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې، د افغانستان مرکزي بانک باید وښيي چې له "سیاسي نفوذ او لاسوهنو" خالي دی.

رویټرز ویلي: د دغه چارواکي اشاره د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د افغانستان بانک د دریو چارسمبالو طالب مشرانو پر ځای د مسلکي بانکرانو ګمارنې ته ده.

امریکايي چارواکي ویلي، چې د یوې بلې دریمګړې ارزونې اړتیا هم وړاندیز شوې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان بانکي زېرمې کنګل شوې
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان بانکي زېرمې کنګل شوې

اخوا د افغانستان د پیسو پر سر د څار صندوق شریک مشر افغان- امریکايي پروفیسور شاه محرابي ویلي، ده دا ارزونه چې په مارچ کې بشپړه شوې وه او لا هم د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره ده، نه ده کتلې.

شاه محرابي د افغانستان بانک د بورډ غړی هم دی.

هغه رویټرز ته ویلي، د افغان وجهي صندوق د شتمنیو کارول باید د نرخونو د ثبات او په بانکونو کې د کافي پيسو د موجودیت په اړه متمرکز وي، ځکه له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د نشتوالي په صورت کې ټول مالي سیسټم له خطر سره مخ شوی.

ښاغلي محرابي او هم د افغان صندوق بل مشر انوارالحق احدي چې پخوا د افغانستان بانک مشر او د مالیې وزیر پاتې شوی ویلي، د افغانستان بانک د پلټنې په اړه به هغه وخت نظر ورکړي چې کله یې ترلاسه کړې.

د افغانستان بانک په اړه د یادو پلټنو جزیات لا رسنیز او عام شوي نه دي.

د امریکا خزانې وزارت چارواکو په دې هم ټینګار کړی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک باید ثابت کړي، چې د پیسو د سپينولو او د ترهګرو د تمویل پر ضد یې کافي کنټرول ترلاسه کړی او هم یو معتبره خپلواک څارونکی ټاکي.

یوه بل امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د افغانستان بانک په اړه زموږ ارزونې نه دي بدلې شوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه د امریکا د ولسمشر په امر د سویس یوه بانک ته لېږدول شوې ده
د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه د امریکا د ولسمشر په امر د سویس یوه بانک ته لېږدول شوې ده

د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالره د نیویارک په فدرال احتیاطي بانک او پاتې نور دوه میلیارده ډالره په اروپا کې کنګل شوې.

په امریکا کې د کنګل شویو پیسو نیمایي برخه د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر په سویس کې د امانت صندوق ته ولیږدول شوه.

پاتې برخه یې چې لومړی سر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ د پېښې د کورنیو قربانیانو ته ځانګړې وبلل شوه لا هم له امریکا سره دي ځکه د نیویارک یوه قاضي د سپټمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه د دې پيسو ځانګړي کول رد کړل.

د افغانستان د شتمنیو په کنګل کېدو سره د دغه هېواد اقتصادي شرایط لا پسې خراب شول، د بې کارۍ کچه اوج ته ورسېده او تر ټولو مهمه دا چې د لوږو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو شو.

د ملګرو ملتونو ارزونو ښودلې، چې د افغانستان شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او له ډلې یې یوه برخه خلک ان له قحطۍ سره مخ دي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG