د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د افغانستان په ګڼو سیمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوېنه


تصویر له ارشیفه( په افغانستان کې یوه سېلاب ځپلې سیمه)
تصویر له ارشیفه( په افغانستان کې یوه سېلاب ځپلې سیمه)

د هوا پېژندنې اټکلونه ښيي چې نن او سبا به د افغانستان په ګڼو سیمو کې شدید ورښتونه وشي او احتمال شته چې په یو شمېر سیمو کې د سېلونو سبب شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې له وړاندوېنې سره سم به نن (یکشنبه) په ارزګان،هلمند، زابل، کندهار، پکتیکا، غزني، غور، دایکندي، بادغیس، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې ورښتونه وشي.

د دې ادارې له اټکل سره سم، د دغو تېزو ورښتونو له کبله ښايي د شمال، هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې سېلونه جاري شي.

له بلې خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت هم ویلي چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د نن او راتلونکو دوو ورځو د ورښتونو په نتیجه کې به سېلونه وبهیږي.

د دغه وزارت له اټکل سره سم، د سېل ډېر احتمال د شمال، هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې دی.

په روان حوت میاشت کې په افغانستان کې د واورو او بارانونو له کبله لسګونه کسان د سېلونو، د کورونو د نړېدو او د ځمکو د ښوېیدو په پېښو کې مړه شوي دي.

د تېرو اوونیو په شدیدو ورښتونو کې زیانمن شوي کسان وايي چې لازمې مرستې ورسره نه دي شوي.
د تېرو اوونیو په شدیدو ورښتونو کې زیانمن شوي کسان وايي چې لازمې مرستې ورسره نه دي شوي.

د تېرو اوونیو په شدیدو ورښتونو کې زیانمن شوي کسان وايي چې لازمې مرستې ورسره نه دي شوي.

د نورستان یوه اوسیدونکي چې د ځمکې د ښوېیدو په پېښه کې یې د کورنۍ غړي مړه شوي، د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

" یو څه کومکونه شوي خو هغه بسنه نه کوي،د بیلابیلو ادارو کسان راغلل، خبرې وکړې، وعدې یې وکړې خو عملاً یې هیڅ ونه کړل، هسي یې خلک وغولول."

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له خلکو غوښتي چې په هغو سیمو کې چې د سېلونو د راوتلو احتمال ورکړل شوی، له تګ راتګه ډده وکړي.

همداراز یې د سمنګان، بلخ، سرپل، میمنې، کوشک، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک د سیندونو په غاړه پرتو خلکو او یا تګ راتګ کوونکو ته د احتیاطي تدابیرو د غوره کولو سپارښتنه کړې ده.

وروستیو ورښتونو که له یوې خوا د سر و مال تاوانونه اړولي، له بلې خوا یې د شدیدې وچکالۍ په اړه اندېښنې تر یوه حده کمې کړې دي.

د سږني ژمي لومړۍ دوې میاشتې خورا وچې تېرې شوې او ورسره داسې ژورې اندېښنې پیدا شوې چې ممکن افغانستان په را روان کال کې له داسې سختې وچکالۍ سره مخامخ شي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG