د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د افغانستان اتو ولایتونو کې د ملخانو ډېرېدو او خپرېدو اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په کروندو د ملخو د هجوم یو انځور
ارشیف: په کروندو د ملخو د هجوم یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په اتو ولایتونو کې، چې د غلې د تولید مهم مرکزونه ګڼل کېږي، د ملخانو د هجوم خبرداری ورکړ.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالوماتو پر اساس، د بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندوز، سمنګان، سرپل او تخار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ملخان لیدل شوي چې مخ په ډېرېدو دي او تازه راپورونه ښيي چې هرات او غور ته هم خپاره شوي دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایچ او استازی ریچارډ ترینچارد وايي، د افغانستان په دغو ولایتونو کې د مراکشي ملخو خپرېدا لویه اندېښنه ده، ځکه چې دا ډول ملخان د غلو دانو په شمول ۱۵۰ ډوله نباتات خوري او دا کروندګرو او ټولو افغانانو ته د لوی مالي زیان ښکارندويي کوي.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د نباتي علومو پوهنځي د نبات ژغورنې څانګې امر او استاد پوهنمل محمد هارون رحیمي وايي، باید مخکې تر دې چې ملخ د هګیو اچول پیل کړي، دوا پرې وپاشل شي.

ملخان د غلو دانو په شمول ۱۵۰ ډوله نباتات خوري.
ملخان د غلو دانو په شمول ۱۵۰ ډوله نباتات خوري.

ده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ملخانو د مخنیوي لپاره باید په ژمي او پسرلي ځمکه یوې شي، یعنې کله چې ځمکه ۱۳ تر ۱۵ سانتي متره ژوره چپه شي د ملخانو هګۍ یا ریچې تر خاورو لاندې کېږي، بله موثره طریقه د طعمې استعمال دی."

په وروستیو دوو ځلونو، چې لومړی ۴۰ کاله او بیا ۲۰ کاله پخوا په افغانستان کې د ملخانو سېلونه راغلي وو، د دغه هېواد د غنمو ۲۵ سلنه حاصل یې له منځه وړی و.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی وايي، اټکل کېږي چې سږ کال به په دې هېواد کې د غنمو حاصل په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو ښه وي، خو د ملخو هجوم یې له منځه وړي او ممکن د سږ کال په پای کې او راتلونکی کال په افغانستان کې د خوراکي موادو امنیت په حیرانوونکي ډول خراب کړي.

مراکشي ملخ په درسته نړۍ کې غلو او نورو نباتاتو ته تر ټولو زیات ضرر رسونکي ملخ ګڼل کېږي او که سږ کال دا ملخان ډېر خپاره شي، نو له ۷ سوه زره څخه تر یو ميلیون او ۲ سوه زره ټنه غنم له منځه وړلی شي چې دا د افغانستان د ټولې غلې د کالني تولید څلورمه برخه ده.

سږ کال د تېرو کلونو خلاف وچکالي نه‌شته او شرایط د ملخو د ودې لپاره ډېر برابر دي ځکه چې په مارچ او اپرېل میاشتو کې د ملخو د ودې لپاره مناسب ورښتونه وشول.

که سږ کال دا ملخان ډېر خپاره شي، نو له ۷ سوه زره څخه تر یو ميلیون او ۲ سوه زره ټنه غنم له منځه وړلی شي چې دا د افغانستان د ټولې غلې د کالني تولید څلورمه برخه ده.
که سږ کال دا ملخان ډېر خپاره شي، نو له ۷ سوه زره څخه تر یو ميلیون او ۲ سوه زره ټنه غنم له منځه وړلی شي چې دا د افغانستان د ټولې غلې د کالني تولید څلورمه برخه ده.

پوهنمل رحیمي د مراکشي ملخانو د ودې او هګۍ اچولو په اړه وايي: "په ریګي منطقو او دښتونو کې هګۍ اچوي، دوی هر کال هجوم راوړي خصوصاً هغه کال چې د دوی لپاره شرایط مساعد وي."

د افغانستان په همدې برخو کې که شرایط ورته برابر وي لکه سږ کال چې دي، مراکشي ملخ د مې او جون میاشتو ترمنځ په غونډیو او دښتو کې هګۍ اچوي، بل کال یې د مارچ میاشتې په وروستیو یا حمل میاشت کې ملخ له هګیو راوځي او شاوخوا واښه خوري.

خو سږ کال د د نورو کلونو د معول خلاف له هګیو د ملخو بچي ژر په راوتلو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG