د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

ميليونونو ملخانو د پاکستان پر کروندو بريد کړى


ارشیف
ارشیف

کرونا ویروس د هر هېواد په څېر د پاکستان اقتصاد هم ځپلی دی، خو دغه هېواد اوس له بل ډول اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

میلیونونو ملخانو د دغه هېواد په کروندو برید کړی چې د کرنې سکتور یې سخت اغیزمن کړی دی.

کروندګر دې وضعیت زیات اندېښمن کړي دي.

ملخان واړه موجودات دي، خو کله چې سره ټول شي، بیا سخت زیان اړوي.

میلیونونه دې حشرو د پاکستان د بلوچستان ایالت پر کروندو برید کړی دی.

خیال محمد چې بزګر دی وایي، ملخانو یې حاصلات ډېر زیانمن کړي.

هغه زیاته کړه: "دې ملخانو پخوا هم زمونږ حاصلات خراب کړي دي، دوی زمونږ غنم او اوربشې له منځه وړي، اوس هم دغه لږ حاصلات چې پاته دي، له منځه یې وړي، ځینو دغو بزګرو د پانګونې لپاره د پاکستان له دولت او بانکونو پور اخیستی دی، که سږ کال یې کروندې حاصل ونه کړي، د پور د ورکړې وس به هم ونه لري."

سلطان محمد بل بزګر دی چې ملخانو یې طبیعت خرابه کړی.

هغه وویل: "لويخ تباهي یې رامنځته کړې، زمونږ د ټول کال حاصلات یې وخوړل او زحمتونه مو بې ځایه شول، دغه بېلګه یې زما په لاس کې ده، بزګر او د ځمکو خاوندان دواړه له ستونزو سره مخ شوي.

داسې یو کرنیز کړکېچ په تېرو درېیو لسیزو کې پاکستان کې ساری نه لري.

ځایي چارواکي هڅه کوي چې د ملخانو د بريد مخه ونیسي، خو په ظاهره دا هڅې تر اوسه بریالۍ نه وې.

د کرنې ادارې کارکوونکی فیض الله شاه وایي: "کوم ځای باندې چې ډله ییز ورځي مونږ یې پر ضد اقدام کولای شو، تر اوسه مو دېرش تر څلوېښت فیصدو پورې له منځه وړي، هیله لرو چې د زیانونو کچه کمه شي."

ملګرو ملتونو ویلي، د دغو حشرو شمېر تېر کال په عرب ټاپوزمه کې د ډېرو بارانونو له کبله زیات شو.

دوی وروسته د افریقا له ختیځه هند خواته وخوځېدل او د ایران د دښتو له لارې د پاکستان جنوب لویدیځو سیمو ته ننوتل.

پاکستان د ملخانو د برید له کبله دا مهال ملي بیړنی حالت اعلان کړی دی.

په پاکستان کې د سړي سر شل فیصده کلنی عاید له کرنې ترلاسه کېږي، خو اوسنی وضعیت ممکن دغو شمېرو کې د پام وړ بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG