د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

پاکستان کې کرونا ویروس تر ټولو ډېر کسان خېبر پښتونخوا کې مړه کړي


خېبر پښتونخوا کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال
خېبر پښتونخوا کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال

په پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د کرونا وېروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ پورته شوی او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې کرونا ویروس په چټکۍ خپرېږي او د دې هېواد د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې تر دې دمه ۱۴۵۵۰ کسان پر دې ویروس اخته شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

د پاکستان مرکزي حکومت د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۲۸» ناوخته په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د اغېزمن شویو کسانو د نویو ارقامو د خپرولو په ترڅ کې ویلي چې دغه ویروس تر دې دمه لږترلږه ۳۱۲ کسان مړه کړي دي. ‎

که څه هم په پاکستان کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په سند ایالت کې رامنځته شوي، خو دغه ویروس بیا تر ټولو زیات کسان په خېبر پښتونخوا صوبه کې مړه کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د روغتیا وزیر تیمور خان جګړا په وینا، په دې صوبه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ ته لوړ شوی دی او په خبره‌یې: "په خېبر پښتونخوا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۸۴ ته رسېدلی دی."

خېبر پښتونخوا کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال
خېبر پښتونخوا کې روغتیايي کارکوونکي د دوا پاشلو پر مهال

د پاکستان د مرکزي حکومت د راپور له مخې، پر خېبر پښتونخوا سربېره په پنجاب صوبه کې ۵۷۳۰، په سند کې ۵۲۹۱ ، په بلوچستان کې ۸۵۳ او په مرکز اسلام‌اباد کې بیا د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ۲۹۷ دی.

کرونا ویروس تر دې دمه په سند کې ۹۲، په بلوچستان کې ۱۴، پنجاب کې ۹۵ او په مزکز اسلام‌اباد کې هم ۴ کسان مړه کړي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د راپور له مخې، په پاکستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ۳۲۳۳ کسان رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په داسې وخت کې زیاتېږي چې د دې هېواد مرکزي او صوبايي حکومتونو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په لویو ښارونو کې لاک ډاون یا محدودیتونه لګولي چې نتیجه کې یې مارکېټونه، بازارونه تعلیمي ادارې او د ودونو تالارونه تړل شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت تر دې مخکې د اپرېل تر لومړۍ نېټې په پاکستان کې جزوي قرنطین اعلان کړی و، خو بیا وروسته‌یې دا نېټه د راروانې مې میاشتې تر ۹مې نېټې وغځوله.

XS
SM
MD
LG