د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ټرمپ او عمران خان کرونا ویروس سره پر مبارزې او سیمه غږېدلي


ارشیف، ډونالد ټرمپ او عمران خان
ارشیف، ډونالد ټرمپ او عمران خان

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کرونا ویروس وبا پر وړاندې پر مبارزې او د سیمې پر امنیتي مسئلو غږېدلی دی.

د اپرېل پر ۲۲مه سپینې ماڼۍ او د پاکستان صدراعظم دفتر په جلا جلا بیانونو کې ویلي چې دواړو مشرانو د کرونا ویروس یا 'کووېډ–۱۹' وبا او د دې له وجې پر اقتصادي مسئلو او ننګونو ټیلیفوني خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، ټرمپ او خان پر دې سره موافق شول چې د وبا د اقتصادي اغېز کمولو لپاره به په همغږۍ د ویروس ضد اقداماتو لپاره ګډ کار کوي.

سپېنې ماڼۍ همداراز په خپل بیان کې ویلي چې د امریکا او پاکستان حکومتي مشرانو پر سیمه‌ییز امنیت او دوه اړخیزو موضوعاتو هم خبرې وکړې، خو نور تفصیل‌یې نه‌دی ورکړی.

البته د پاکستان صدراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې زیاته شوې چې عمران خان، ډونالد ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې اسلام‌اباد به د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG