د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

کوېټه کې پولیسو لسګونه ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي نیولي


کوېټه کې د پولیسو له لوري نیول شوي ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي
کوېټه کې د پولیسو له لوري نیول شوي ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي

د پاکستان پولیسو په کوېټه ښار کې لسګونه هغه ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي نیولي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره‌یې د لازمو طبي وسایلو د کموالي له کبله اعتراضونه کول.

د کوېټې ملکي روغتون یا «Quetta Civil Hospital» او د بولان روغتیایي کالج روغتیایي پرسونل نن د اپرېل ۶مه د ایالتي حکومتوالۍ پر لور روان ول چې پولیسو ونیول.

عیني شاهدان وایي د پولیسو د عملیاتو پر مهال‌یې وهل ټکول لیدلي دي.

دغو اعتراض کوونکو وویل چې د دوی ۱۲ ملګري په داسې حال کې چې د کرونا ناروغانو په درملنه بوخت ول، په خپله په دې ویروس اخته شول.

دوی ټینګار کاوه چې هغه مهال به بېرته کار ته راورګرځي چې حکومت دوی ته د خوندیتوب لازم وسایل برابر کړي.

د بلوچستان ایالت حکومت چې کوټه‌یې مرکز دی وایي د دې ایالت روغتونونه د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په ټولو اړینو موادو او وسایلو سمبال دي.

پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ۳۴۶۹ مثبتو پېښو راپور ورکړی چې ۵۰ تنه مړه شوي هم په‌کې شاملېږي.

XS
SM
MD
LG