د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

یو شمېر کروندګر او بڼوال: سږ کال به په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي


ارشیف: کندز کې یو بزګر په خپله کرونده کې د ځمکې اړولو پر مهال
ارشیف: کندز کې یو بزګر په خپله کرونده کې د ځمکې اړولو پر مهال

د افغانستان په ولایتونو کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وایي، سږ کال به د دوی د باغونو او کرنیزو ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.

فهیم په بلخ ولايت کې يو بزګر دی.

نوموړی وايي چې وروستيو ورښتونو او سړې هوا د ځينو مېوه لرونکو ونو فصلونه او د غنمو کروندې له منځه وړي دي.

هغه زیاتوي، که څه هم وروستیو ورښتونو په ځینو کښتونو لکه سبزیجاتو ښه اغېز کړی، خو په خبره یې هغه محصولات چې دوی کولای شول ورنه ښه عاید ترلاسه کړي، زیانمن شوي دي.

فهیم ازادي راډیو ته وويل: "د بادامو ونې اصلاً حاصل نه لري، ځکه یخ وهلي او انګور هم په بشپړه توګه وچ شوي. د دې ترڅنګ په ژمي کې په کرل شويو غنمو او پيازو يې هم ناوړه اغېزه کړې ده، خو سبزیو لپاره ګټور وه."

فهيم زياتوي چې د کيمياوي سرې د يوې کڅوړې بيه هم له ۱۴۰۰ افغانيو څخه له څلور تر څلور زره او پنځه سوه افغانيو او د يوه ټراکټور کرايه په هر ساعت کې له ٧٠٠ افغانيو څخه ١٥٠٠ افغانيو ته پورته شوې ده او له بلې خوا د دوی حاصلات به د تېرو کلونو په پرتله نیمایي وي.

د يو شمېر نورو ولايتونو کروندګر هم وايي چې بارانونو په ځينو ځايونو کې ګټه کړې او په ځينو سيمو کې يې فصلونه اغېزمن کړي دي.

د لغمان ولایت کروندګر عبیدالله ازادي راډيو ته وویل: "په ټوله کې بارانونه سږکال ښه وو، حاصل یې هم ښه دی. خو وروستي بارانونو یو څه ستونزې راپېښې کړې. زراعتي ځمکې یې تخریب کړې او حاصلات یې هم له منځه یووړل."

لغمان کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي دي.
لغمان کې وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي دي.

خو د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ اوسېدونکى ولي احمد بيا وايي چې په دې ولايت کې ورښتونه ډېر لږ شوي او پر کرنې يې مثبت اغېز نه دى کړى.

هغه وویل: "تیرو بارانونو، ډېره لږه ګته موږ ته کړې ده، لږ تر لږه هوا یې لږ راته سمه کړله. نور د اوبو د سطحې لوړولو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده کړې. دلته د اوبو کچه ورځ په ورځ ټیټېږي. که چېرې دا د اوبو کاسه نه وای ډکه شوې، بېخي به کښتونه نه وو شوي."

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې، د وري له پیله تر اوسه، ۷۳۵۱ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

د ازادي راډیو خبریال د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې پلان په اړه د طالبانو حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ له وزارت څخه وپوښتل، خو د دغه وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

ارشیف: د افغانستان یو بزګر
ارشیف: د افغانستان یو بزګر

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د راپور پر بنسټ، د افغانستان د خلکو ۸۰ سلنه ژوند په کرنې پورې تړلی دی.

اوچا په بېلابېلو راپورونو کې دا هم ویلي چې درې کاله کېږي افغانستان وچکالۍ سره مخ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG