په روندا کې يو شمېر هغه افغانان چې امريکا ته د تلو لپار د "ایسآىوي" کېسونه لري له خپلو ستونزو سر ټکوي او له امريکا غوښتنه کوي چې د دوى د کېسونو د څارنې لړۍ چټکه کړي.
يو شمېر افغانان چې د خپلو "ایسآیوي" کېسونو د زر تر زره ترسره کېدو لپاره په خپلو شخصي لګښتونو روندا ته تللي، وايي چې له دې سره سره د دوى د ويزو هیڅ څرک نه دى معلوم او له څو مياشتو را په دې خوا له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دوى په وينا، خپل ټول لګښتونه خپله کوي او تر اوسه له دوى سره د هیڅ ارګان له لوري مرسته نه ده شوې.
دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې شاوخوا ٢٧ کورنۍ دي او د امريکا له حکومته غواړي چې له پامه يې ونه غورځوي.
يو له دوى سروش دى چې وايي، ٨ زره ډالر لګښت پرې راغلى تر څو دى او پنځه کسيزه کورنۍ يې تر روندا ورسېږي.
نوموړي د خپلو ستونزو په اړه وويل: "کوم کور چې مونږ دلته نيولى ٥٠٠ ډالره مياشتينۍ کرايه ورکوو او ٥٠٠ ډالره نور هم چې عادى ژوند وکړو، زمونږ د يوې مياشتې خرچه ده. هر جنس چې تاسې افغانستان کې ګورئ دلته یې بیه پنځه برابره ده."
روندا کې د "ایسآیوي" کېس لرونکې لينا اميري په دې اړه زياته کړه: "دلته لګښتونه ډېر دي، ژبه يې متفاوته ده، په خبرو يې نه پوهېږو."
يو بل کس چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې ذکر کړو وويل: "څو روپۍ مو چې له يوې او بلې خوا پيدا کړې او پور کړې وې ټولې لاړې، نه پوهېږو څه وکړو. زمونږ د تګ او ويزو هم هیڅ څرک نه شته."
دوى وايي، که امريکا زرترزره دوی ته پام و نه کړي وضيعت به یې تر دې هم خراب شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر جو بايډن په کانګرس کې د مارچ په اومه په خپله کلنۍ وينا کې وويل، ټاکل شوې د امريکا په کانګرس باندې داسې يوه لايحه تصويب کړي چې پر بنسټ یې د کډوالو د قضيو د مخته وړلو لپاره ډېر کارکونکي وګماري چې د نوموړي په وينا ورسره به د پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو د پړاونو بشپړولو بهیر له شپږو کلونو شپږو مياشتو ته رالنډه شي.
خو نوموړي د "ایسآیوي" او د افغان پناغوښتونوکو نورو کېسونو ځانګړې یادونه ونه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړ چې د "ایسآیوي" د اته زره ویزو صادرول پاتې دي چې دا بهیر به د سږ کال تر اګست مياشتې پورې چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو له دريېمې کلیزې سره سمون خوري بشپړ شي.
خو د رويټرز خبري اژانس د امريکا د بهرنيو چارو وزارته د يوې سرچينې په حواله چې نه يې غوښتل هويت يې ښکاره شي ليکلي چې د "ایسآیوي" د پاتې ويزو له ورکړې وروسته تر ١٠ زرو ډېر هغه افغانان چې بهرنيو ملکونو کې خپلو مرکو او امريکا ته د تګ په تمه دي نهشي کولى چې امريکا کې نوى ژوند پيل کړي.
د ولسمشر بايډن ادارې دغه شان د افغانانو لپاره د کډوالۍ شل زره نورو ويزو غوښتنه هم کړې، خو د رويټرز د راپور له مخې شونې نه ده چې د امريکا ګانګرس له لوري د جو بايډن دا غوښتنه ومنل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په زرګونه هغه افغانان چې امريکا ته د تللو "ایسآیوي" "پي ون" او "پي ټو" کېسونه لري د پاکستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې امريکا ته د تلو په انتظار باسي، دوی په ځلونو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دوی د کېسونو د پړاونو د بشپړولو له پڅ بهیر شکايت کړى دی.