د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

سږ کال د افغانستان د روغتیا سکټور لپاره له ننګونو ډک بلل شوی


ارشیف: په ارزګان کې د ولایتي روغتون یوه څنډه
ارشیف: په ارزګان کې د ولایتي روغتون یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال د افغانستان د روغتیا سکټور لپاره له ننګونو ډک کال بللی دی.

په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې روان کال به د افغانستان د روغتیا سکټور لپاره له ننګونو ډک کال وي، یو شمېر افغانان وايي، په دغه هېواد کې مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه ‎لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل، افغانان بې ثباته روغتیايي سیستم تجربه کوي او د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي، هغه څه چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې رد کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا د پام وړ زیاته شوې او د اړمنو کسانو شمېر په تېرو نږدې درېیو کلونو کې له ۱۸،۴ میلیونو څخه ۲۳،۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

په دې راپور کې راغلي: "۲۰۲۴ کال به له ننګونو ډک کال وي ځکه چې د افغانستان روغتیايي سیستم لا هم په هره کچه د کمې پانګونې او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن دی."

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلک مناسبو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

یوه مېرمن د بلخ څخه، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "په مزارشریف ښار کې اوسېږو، په داسې یوې سیمې کې یو چې روغتیایي مرکز نه لري. یونیم کلن ماشوم لرم چې خوارځواکی دی او خپله هم ډېره کمزورې یم. دومره پیسې نه لرم چې کلینیک ته ولاړه شم او د خپل او ماشوم درملنه وکړم."

ارشیف: په افغانستان کې خوارځواکی ماشوم په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په افغانستان کې خوارځواکی ماشوم په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

له سمنګان څخه یوه بله مېرمن وايي: "په دې برخه کې ستونزي په ځانګړي ډول په ولسوالیو کې زیاتې وي. روغتیايي خدمتونه ډېر کم دي. ډاکتر نه شته. که کومه روغتیايي ستونزه رامنځته کېږي اړ کېږو چې مرکز ته ولاړ شو څو درملنه وشي."

دوی په داسې حال کې له دې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې زیاتوي چې د بودیجې له کمښت سره مخ دی او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د افغانستان لپاره د ۴۲۳ میلیونه ډالرو بودیجې د بشپړولو لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د کومې ځانګړې ادارې د نوم له اخیستلو پرته د افغانستان په روغتیايي برخه کې د ستونزو د موجودیت په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او د دوی د حکومت پر ضد تبلیغات وبلل.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ودې لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړ چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې په افغانستان کې شاوخوا ۳۴۵ زره کسانو ته بېړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه سازمان مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۹،۵ میلیونه خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي اسانتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG