د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولان: طالبانو د لوړو زده‌کړو پخوانی قانون او مقررې لغوه کړي


د طالبانو په کنټرول کې د لوړوه زده کړو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د لوړوه زده کړو وزارت

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته په یوه مکتوب کې ویلي چې د ملکي لوړو زده کړو پخوانی قانون او مقررې لغوه شوي او په رسمي لیکونو کې دې نور په یاد قانون او مقررو استناد نه کوي.

د طالبانو حکومت په هغه مکتوب کې چې خصوصي پوهنتونونو ته یې لېږلی، ویلي دي چې د ملکي لوړو زده کړو پخوانی قانون او مقررې د شریعت او اصولو له مخې لغوه شوي او د اعتبار وړ نه دي.

په دې مکتوب کې له پوهنتونونو غوښتنه شوې چې نور دې په رسمي لیکونو کې په پخواني قانون استناد نه کوي او يوازې په کومو برخو کې چې د طالبانو حکومت اصول نافذ کړي، د هغو یادونه دې وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولانو ازادي راډيو ته تایید کړه چې په روانه اوونۍ کې یې دا مکتوب ترلاسه کړی دی.

د دې پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان د پوهنتونونو ځینې مخکېني استادان وايي چې د قانون په نه موجودیت کې به د افغانستان تحصیلي نظام له خپلسریو او ګډوډیو سره مخ شي.

د لوړو زده کړو وزارت مخکېني ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مخکېني استاد حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې د تېر جمهوري حکومت په وروستیو ۵ کلونو کې د لوړو زده کړو په برخه کې ۵۲ مقررې، لایحې او طرزالعملونه تصویب شوي وو چې لغوه کول یې د افغانستان د تحصیلي نظام په تاوان دي.

د لوړو زده کړو وزارت مخکېني ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مخکېني استاد حامد عبیدي
د لوړو زده کړو وزارت مخکېني ویاند او د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي مخکېني استاد حامد عبیدي

نوموړي وویل: "په یوه اداره کې چې قانون، مقرره، لایحه او طرزالعمل نه وي، کاري جوړښت په کې له منځه ځي او هر څوک ځان واکمن ګڼي او هر څه چې وغواړي، کوي یې. دا پرېکړه د لوړو زده کړو له سېستم سره لویه جفا ده."

د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ بیا وايي، د ملکي لوړو زده کړو قانون د طالبانو لپاره په تحصیلي بنسټونو کې د لاسوهنې او د غیرمسلکي ګومارنو په برخو کې ستونزې جوړې کړې وې چې په لغوه کولو سره یې دوی غواړي ځان ته لاره خلاصه کړي.

هغه وویل: "دغه قانون په ځینو چارو کې د اوسنیو چارواکو لاسونه تړلي وو او هغوی نه شوای کولای چې ټولې چارې په خلاص لاس وکړي، خو کله چې قانون نه وي، ټولې چارې به د دوی په خوښه روانې وي او هر ډول چې دوی غواړي او هدایت ورکوي، هماغه به دوی ته قانون ښکاري."

وردګ ادعا کوي چې د ملکي لوړو زده کړو قانون د لغوه کېدو یو مهم علت دا هم دی چې طالبان د خپلې ډلې هغو کسانو ته چې د ملکی لوړو زده کړو د قانون له مخې په شرایطو برابر نه دي، په خپله خوښه علمي رتبې ورکړي او په تحصیلي بنسټونو کې یې وګوماري.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې حکومت یې په افغانستان کې د لوړو زده کړو پرمختګ ژمن دي، خو د بشر حقونو د څار سازمان د لېندۍ په ۱۴مه بیا په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې طالبانو د افغانستان ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی دی.

طالبان داسې مهال د ملکي لوړو زده کړو قانون لغوه کوي چې لا یې خپله د تحصیلي نظام لپاره کوم قانون نه دی اعلان کړی.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ګڼ نور قوانین او مقررې هم لغوه کړي دي.

که څه هم طالبان وايي چې د یوه قانون په جوړولو کار کوي، خو اوس یې چې د واکمنۍ له دوو کلونو اوړي، کوم داسې قانون یې نه دی اعلان کړی چې په اساس یې د حکومتولۍ چارې مخکې یوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG