د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

رسنۍ: يو چينايي شرکت په افغانستان کې څه باندې ۳۵۰ ميليون ډالره پانګونه کوي


د طالبانو او چین بیرغونه
د طالبانو او چین بیرغونه

د طالبانو حکومت، چې د نړیوالو بندیزونو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی په څو اقتصادي پروژو کې د چین د پانګونې خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د چین پانګونې په زیاتېدو دي د هېواد دولتي رسنۍ د هېواد د اقتصاد په بېلابېلو سکټورونو کې د چین د څه باندې ۳۵۰ میلیون ډالره پانګونو خبر ورکوي.

د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي، په یوه راپور کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ویاند عبدالرحمن حبیب له قوله خبر ورکوي چې د چینا افغان شرکت به په راروانو څو میاشتو کې د روغتیا، برښنا او سمنټو د تولید په برخو کې دا پانګونه وکړي.

په افغانستان کې روغتیايي خدمات، تاسیسات او روغتونونه په ډېر بد حالت کې دي.

همدا راز افغانستان د اوبو او انرژۍ له پراخو زېرمو سره سره خپله د اړتیا وړ برښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي.

د سمنټو د تولید په برخه کې هم ډېر کار نه دی شوی، خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت تېره اوونۍ داوطلبۍ ته د جبل السراج د سمنټو د تولید د فابریکې د وړاندې کولو او په دې پروژه کې د ۲۰۰ میلیون ډالر پانګونې د پلان خبر ورکړ چې اشاره به یې ښايي د چینا افغان شرکت پانګونې ته وه.

د جبل السراج د سمنټو فابریکې یوه څنډه
د جبل السراج د سمنټو فابریکې یوه څنډه

دې وزارت وویل، دا فابریکه به په ورځ کې د شاوخوا شپږزره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او د فعالیت له پیلېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار فرصت هم برابر شي.

د اقتصاد وزارت ویاند وايي چې دا پانګونه به افغانستان ته د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب او بې روزګاره خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو باعث شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری بهرنیو پانګوالو، په دې هېواد کې خپل اقتصادي فعالیتونه بند کړل، ځکه متحدوایالتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

له بلې خوا د افغانستان بانکي سیسټم چې د پانګونو لپاره خورا مهم بلل کېږی د همدې بندیزونو له کبله غیرفعال دی او ځکه بهرني پانګوال په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونو ته زړه نه ښه کوي.

په عین حال کې د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو زیات شمېر متخصص افغانان امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته و ایستل شول، چې دې کار چین او پاکستان ته په افغانستان کې د پانګونو لپاره یو ښه فرصت په لاس ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG