د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

عمران خان چینايي چارواکو سره د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو غږیږي


د پاکستان صدراعظم له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره د څلور ورځني سفر په مقصد پېکېنګ ته رسېدلی دی.
د پاکستان صدراعظم له چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره د څلور ورځني سفر په مقصد پېکېنګ ته رسېدلی دی.

پېکېنګ پرون جمعه (د سلواغې ۱۵مه) د ژمني المپیک د لوبو د پیل په مراسمو کې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو کوربه و.

د چین د تر ټولو نژدې متحد- پاکستان صدراعظم یوه شپه مخکې پېکېنګ ته رسېدلی و.

له عمران خان سره په دې څلور ورځني سفر کې یو شمېر چارواکي او له هغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اطلاعاتو وزیر فواد چودري او د پراختیا او پلان وزیر اسد عمر هم ملګري دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

قریشي د پاکستان له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، له چینايي مشرانو سره د ده د خبرو په اجنډا کې افغانستان هم شامل دی: "موږ به پر دوه اړخیزو مسایلو بحث وکړو. همدا راز د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا او د افغانستان په ګډون پر سیمه ییزو مسایلو، د آسیا په جنوب کې د سولې او ثبات او پر نورو ستراتیژیکو موضوعاتو خبرې وکړو."

په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ رسمي خبرې نن پیل شي.

عمران خان او ورسره پلاوي د پېکېنګ په لوبغالي کې د خپلو یوازې ۴ لوبغاړو هرکلی وکړ په داسې حال کې چې هند او د سیمې یو شمېر هېوادونو په چین کې د ژمني المپیک سږنۍ لوبې تحریم کړي دي.

په ګوادر کې د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلیز
په ګوادر کې د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلیز

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د چین او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۱۷،۵ میلیارډو ډالرو ته رسېدله، خو تېر کال د کرونا د وبا له کبله په دې اندازه کې په سلو کې څه باندې ۲،۵ کموالی راغی.

چین همدا راز په پاکستان کې په ګڼو رغنیزو پروژو له هغې ډلې په مواصلاتي دهلیز کې د شااوخوا ۶۴ میلیارد ډالرو پانګونه کړې.

XS
SM
MD
LG