په ارزګان او هلمند کې زرګونو طالبانو ته د لیسانس، نیمه عالي زده کړو او دولسم ټولګي د اسنادو ورکولو په موخه د ازموینې لړۍ پيل شوې ده.
په دغو ولایتونو کې داسې مهال طالبانو ته د اسنادو ورکولو په موخه ازموینه پیل شوې چې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي و هغو کسانو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي کومو چې ډېر ماینونه الوځولي دي.
نور جزییات د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: