د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

رسنۍ: ایټالیا ته تللې یوه استاده په راتلونکي کې افغانستان ته ستنېدل غواړي


ارشیف: په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور

مېل انلاین:

مېل انلاین د یوې افغان ډاکترې په اړه د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی.

دا ډاکتره، چې اوس په ایټالیا کې اوسي هیله لري چې یوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

بتول حیدري د جنسي ناروغیو متخصصه ده او مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي، په کابل پوهنتون کې یې د استادې په توګه تدریس کاوه.

په راپور کې ویل شوي چې د بتول حیدري خاوند د غالیو فابریکه لرله او د ښو اقتصادي شرایطو د لرلو له کبله یې خپلو دوو اولادونو ته د زده کړو ښه امکانات برابر کړي وو، خو د دوی هوسا ژوند د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه هغه مهال ګډوډ شو چې طالبانو کابل ونیوه.

۳۷ کلنه حیدري له دې وېرې چې د نولس سوه نوي یمې لسیزې په شان به بیا ښځې له کار او تعلیمه منع شي، د ۲۰۲۱ په پای کې روم ته لاړه.

د راپور پر اساس، اغلې حیدري د زرګونو نورو افغان ښځو په شان هڅه کوي چې د هغو هېوادونو په ټولنو کې فعال رول ولري چې دوی پناه وروړې ده.

دا او خاوند یې اوس ایټالیايي ژبه وايي او په افغانستان کې د ښځو له ملاتړو سازمانونو او همداراز له خپلو ځینو ناروغانو سره هم د انټرنېټ له لارې په تماس کې ده.

دا غواړي چې اولادونه یې په راتلونکې کې له افغانستان سره مرسته وکړي او ډاډه ده چې کورنۍ به یې یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته وګرځي.

اغلې حیدري وايي، کله چې یې زوی په ایټالیا کې پوهنتون ته د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړه او بریالی شو، ډېره پرې خوشاله شوه ځکه چې ایټالیا ته د دې د تګ یو اصلي دلیل دا و چې پر خپلو اولادونو زده کړې وکړي.

په راپور کې وړاندې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایټالیا په پوځي الوتکو کې تر ۵ زره ډیر افغانان له افغانستان څخه وایستل.

ټورنټو سټار:

دې کاناډايي ورځپاڼې د خپلې خبریالې مرجان سادات په قلم د طالبانو له لوري د اعدام د سزا پر عملي کولو او د اسلام په اړه د طالبانو د تعبیر په باب لیکنه خپره کړې ده.

ټورنټو سټار کې راغلي، له کله چې طالبانو تېر کال واک ترلاسه کړی دی، په لومړي ځل یې په عام محضر کې د قصاص حکم تطبیق کړ. دې کار افغانانو ته د طالبانو تېره دوره ور په یاد کړه.

یادې ورځپاڼې د اعدام شوي کس د جرم او د اعدام د تطبیق لپاره د زرګونو کسانو ترڅنګ د یو شمېر طالب مشرانو د راغونډېدو په اړه د جزییاتو له خپرولو وروسته لیکلي چې دا کار په نړۍ کې په پراخه پیمانه وغندل شو.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو ټولو دولتي مامورینو ته ویلي و چې د اعدام د لیدو لپاره ورشي.

د نړیوالو غندونو په ځواب کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اعدام سزا په امریکا، اروپا او درسته نړۍ کې شته.

ده همداراز ویلي، په عام محضر کې د اعدام پر سزا انتقاد ښيي چې دوی یا پر اسلام نه پوهېږي او یا له اسلام سره ستونزه لري.

ټورنټو سټار ورځپاڼه وايي، چې مشهور دیني عالم مولوي عبدالله قرلُق ورته ویلي چې هېڅ مسلمان د قصاص مخالف نه دی، خو د قصاص په تطبیق کې د عدالت د رعایت کېدو لپاره مناسب شرایط په کار دي.

قرلُق وايي، باید د جرم کره ثبوت وي، له واکمنانو او قاضیانو سره مسلمانان موافق وي او دا هغه څه دي چې طالبان یې نه لري.

XS
SM
MD
LG