د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د لوړو زده‌کړو وزارت له کارکوونکو عقيدتي ازموينه اخيستل کېږي


د طالبانو حکومت په مالیې او پوهنې وزارتونو کې د عقیدتي او دیني ازموینو نه وروسته اوس ویل کېږي، چې د لوړو زده‌کړو وزارت له کارکوونکو به هم دغه ازموینه واخیستل شي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې، دا موضوع تاييد کړه خو په دې اړه يې نور جزیات ورنه‌کړل.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي هم د دغه ازموینې د دقیقې نېټې په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ازموینې د پوښتنو یو لست خپور شوی او ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له لوري جوړې شوې دي.

که څه هم د پوهنې وزارت په دې اړه زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه خو په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ په دې ازموینه کې د شهادت د کلیمې، د اسلام د پیغمبر د ژوند او د قران کریم د نزول په اړه پوښتنې شاملې دي.

له دې وړاندې د ښوونځيو یو شمېر ښوونکو او د ماليې وزارت کارکونکو هم ازادي راډيو ته ویلي وو چې دا ازموینه ترې اخیستل شوې ده.

یوه ښوونکې چې دا ازموینه يې ورکړې او نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې یاده ازموینه په تقریري او تحریري ډول وه.

"په تقریري ازموینه کې مو باید قران الکریم تلاوت کړی وای

يادې ښوونکې وويل: "په تقریري ازموینه کې مو باید قران الکریم تلاوت کړی وای، دغه شان یو شمېر نورې پوښتنې په ځانګړي ډول د پیغمبر علیه السلام د زېږېدو او مړینې او د بعثت د کلونو په اړه يې پوښتنې کولې، موږ ته يې ویل چې تاسې شل کاله له اسلامه لیرې واست، ازموینه تېره شوه خو له راکړل شویو نومرو راضي نه یو."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت یوه کارکونکي چې ده هم نه‌غوښتل په راپور کې يې نوم خپور شي په یو لیکلي پیغام کې ازادي راډيو ته لیکلي، چې د سږ کال په دوبي کې يې عقیدتي ازموینه ورکړه.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست او يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست او يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسولینو رسنیو ته ویلي چې، له دې ازموینې يې هدف د دولتي کارکونکو د اسلامي معلوماتو د اندازې معلومول دي، هغه کسان چې زیاتې نومرې واخلي تشویق به شي او هغوی چې کمې نومرې واخلي ورسره به مرسته وشي، چې دیني معلومات یې زیات شي.

دغه ازموینه داسې مهال اخیستل کېږي چې طالب چارواکو تل په خپلو خبرو او طرز العملونو کې ټینګار کړی چې تعلیمي او تحصیلي نظام باید د اسلامي شریعت پر بنسټ و اوسي.

خو انتقادونه دا دي چې طالبانو له اسلامي شریعته ځانګړی تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG