کابل کې د ستوماتولوژي یا غاښونو طب یوه محصله وایي، د دوی د وروستي سمستر وروستۍ ازموینه وه، خو طالبانو نن د دغه امتحان اجازه ورنه کړه.
نوموړې چې خپل نوم نه ښيي په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې طالبان د دې د فراغت هیلې نیمګړې پرې نه ږدي.
له دغې محصلې سره اسداله لودین مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلې چې د پوهنتونونو د ځنډېدو پرېکړې څومره اغېزمنه کړې ده.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: