د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د کراچۍ له زندان ۱۲۸ افغان بنديان خوشې شوي


د کراچۍ يو زندان، انځور - ارشيف
د کراچۍ يو زندان، انځور - ارشيف

د کراچۍ له یوه زندانه د افغان بندیانو بله جوپه پرون سې‌شنبه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته روانه شوه.

دغه بندیان داسې وخت خوشې کېږي، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو یوه مدافع وکیله، منیزې کاکړ تېر ماښام د خوشې شویو افغان بندیانو په باب ازادۍ راډیو ته وویل: "د کراچۍ له زندانه ۱۲۸ افغانان [د سې‌شنبې په ورځ] بېرته افغانستان ته ولېږل شول. اوس هم په کراچۍ، سکر او حیدراباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۸۰۰ زیات افغانان بندیان دي. د دغو افغانانو د نیولو لړۍ چې روانه وه، کوم بدلون نه‌دی په‌کې راغلی."

"د کراچۍ له زندانه ۱۲۸ افغانان [د سې شنبې په ورځ] بېرته افغانستان ته ولېږل شول.

ګڼ افغانان د درملنې او نورو ضروري چارو لپاره پاکستان ته ځي، خو په وروستیو درېیو میاشتو کې د دوی د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.

تر اوسه یوازې د کراچۍ په زندان کې د درېیو افغان ناروغانو د مړینې خبر ورکړل شوی، چې تر ډېره د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.

د پاکستان په يوه زندان کې افغان بنديان، انځور - ارشيف
د پاکستان په يوه زندان کې افغان بنديان، انځور - ارشيف

د افغان بندیانو د حقونو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، اوس هم پر یوې افغان مېرمنې په محاکمه کې د زړه حمله راغلې ده.

"په دغو بندي افغانانو کې ناروغان هم زیات دي

نوموړې وايي: "په دغو بندي افغانانو کې ناروغان هم زیات دي. د فاطمې په نوم یوه ښځه چې د زړه ناروغي لري، په محکمه کې ورباندې د زړه حمله راغلې. کله چې ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ایا روغتون ته یې بېولې یې؟ هغې وویل نه. خو هغه یې د سې‌شنبې په ورځ په ویلچیر کې محکمې ته راوستلې وه."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت قونسل جنرال سعید عبدالجبار تخاري ازادي راډیو ته په ځواب کې وویل چې د پاکستان حکومت له دوی سره لازمه همکاري نه‌کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون سې‌شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په راروانو ورځو کې به ۱۳۰ نور افغانان هم تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

مثلث: په پاکستان کې د افغان کډوالو زنداني کیدل او خوشې کیدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:29:17 0:00

درې اوونۍ مخکې هم د کراچۍ له زندانه تر ۵۰۰ د زیاتو افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړل شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله تېره میاشت ویلي وو: "هغه کسان به چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته تر حد زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېست کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌ وو ویلي چې جریمه به څومره وي او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېست کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG