د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ځینې متخصصین: له افغانستانه په ډېره اندازه د کانیزو موادو قاچاق روان دی


د افغانستان قیمتي ډبرې
د افغانستان قیمتي ډبرې

د کانونو د چارو ځینې متخصصین وايي، په افغانستان کې په لویه اندازه د کانیزو موادو قاچاق روان دی او دا چاره د افغانستان پر اقتصاد خورا منفي اغېز کوي.

له دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت پخواني ویاند عبدالقدیرمطفي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې نه یواځې لیټیوم بلکې د ډبرو سکاره، اوسپنې او نور ګڼ مواد په ناقانونه توګه استخراج او بهر ته قاچاقېږي.

مطفي داسې وخت د قاچاق د دوام په اړه اندېښنې ښيي چې د طالبانو حکومت ویلي په ننګرهار او کونړ کې یې د زر ټنه لیټیوم لرونکو قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده.

له ښاغلي قدیر مطفي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې د قاچاق د دوام د اغېزو او ضررونو په اړه پوښتنه کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG