د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۰:۳۳

د طالبانو ادعا: په رغنیزو پروژو کې متخصص مامورین کار ته دوام ورکوي


ارشیف: د قوش تیپې کانال د جوړولو له چارو یو انځور

د نومبر په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ ۱۵ میاشتې پوره شوې.

په دې موده کې د جمهوريت پرمهال پلان شوې ډېری ټولګټې پروژې نیمګړې پاتې او پر طالبانو تور دی چې پر ټولو دولتي پوستونو یې ملایان ټاکلي او په کار پوه متخصصان یې له دندو اېستلې دي.

خو د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د هېواد په کچه په رغنیزو پروژو کې د متخصصو مامورینو د کار د دوام خبره کوي.

ملا عبدالمنان عمري چې د طالبانو د موسس او پخواني مشر ملامحمدعمر آخوند ورور دی، له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دې پروژو او د خپل وزارت د نورو اړوندو چارو په اړه معلومات ورکړي دي.

له احمدتکل سره د دې مرکې په پیل کې ښاغلی عمري د هېواد په کچه پر دوو لویو پروژو د کار په اړه خبرې کوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:10 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG