د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د طالبانو په واکمنېدو سره هرات کې د ښځو لس رسټورانټونه تړل شوي


آرشیف
آرشیف

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانۍ مسوولانې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په دې ولایت کې لس رسټورانټونه چې ښځو مدیریت کول، تړل شوي دي.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېد وروسته، په هرات کې د ښځینه رسټورانټونو سقوط!

صفیه محیطي مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، په هرات کې یې د "بانوان هریوا" په نوم رسټورانټ درلود.

اغلې محیطي اصلا‌ د کندز اوسېدونکې ده، خو په خپل ولایت کې د جګړو له امله هرات ته کډه شوه او هلته یې یو کورنی رسټورانټ جوړ کړ چې وروسته یې همدا رسټورانټ پراخ کړ.

خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې ۹ میاشتې مخکې د خپل رسټورانټ لوحه یا دړه را ښکته کړه او خپل ټول کار یې یوازې کورونو ته د خوارکي توکو تر لېږد محدود کړ.

دا چې په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړې وه، د خپل کار د دوام لپاره یې افغانستان پرېښود او رسټورانټ یې یو کس ته وسپاره.

هغه زياتوي: "کله چې طالبان راغلل، زموږ کار ښه شوی و. د طالبانو له راتګ وروسته، یوه نیمه میاشت مې رسټورانټ تړل شوی و، اوس هم بشپړ نه‌دی تړل شوی، خو لوحه مې یې را ښکته کړه."

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانې مسوولانې ازادي راډیو ته وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په دې ولایت کې نږدې لس هغه رسټورانټونه چې ښځو مدیریت کول، تړل شوي دي.

مریم جامې چې په هرات کې یې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه جوړه کړه، واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د ښځو د رسټورانټونو د پرمختګ په اړه غږېږي او وايي، دا هغه کار و چې د طالبانو له راتګ وروسته یې ډېر دوام و نه کړ.

هغې زياته کړه: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال په هرات کې له پنځه‌لس تر شپاړس ښځو رسټورانټونه لرل. د طالبانو له راتګ وروسته، د دوی کارونه بند شول او په تمه دي چې طالبان په دې اړه څه پرېکړه کوي."

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ښځو ته د کارموندنې او د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانۍ مسوولانې دا هم وايي چې وروستیو کې په دې ولایت کې ښځو د توکو د تولید، صنایعو او پانګونې په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي او لسګونه نورو ښځو ته یې کار هم پیدا کړی و.

خو د دوی په خبره د طالبانو له راتګ وروسته، د ښځو په کارونو محدویت وضع ولګېد او دا چاره د ښځو د بې‌روزګاره کېدو لامل شوه.

د طالبانو له دې کار وروسته ډېر شمېر ښځو له افغانستانه وتل غوره وبلل چې اوس یې په بهر کې د خپلو چارو د پر مخ بېولو لپاره هسې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG